SM

پکتیا کې د وزن پورته کولو سیالۍ پېل شوي

اطلاعات روز: د پکتیا ولایت مرکز ګردیز کې د هیواد ۱۴ ولایتونو ترمنځ د پاور لیفټینګ یا وزن پورته کولو سیالۍ پېل شوې دي.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې د طالبانو د ورزش او بدني روزنې د ادارې له لوري د ۱۴ ولایتونو ترمنځ د ۱۱۰ لوبغاړو په ګډون د وزن پورته کولو سیالۍ پیل شوي چې مسوولین یې موخه د هیواد ملي لوبډلې ته د لوبغاړو لارموندل بولي. 

د پکتیا ولایت د ورزش ریاست مسوولینو رسنیو سره په خبرو کې ویلي، چې دغه لوبې د تېرې یکشنبې (۱۱ د تلې) ورځ پېل شوي او تر ۵ ورځو به دوام وکړي او له هغه وروسته به د نورو ولایتونو لوبغاړو ته په پکتیا کې تفریحي سفر هم برابر کړي. 

بل لورته بیا د پکتیا ولایت د وزن پورته کولو لوبغاړي په دغه ولایت کې لوبو ته د امکاناتو له کموالي سرټکوي او وايي، چې د شته ستونزو هواري لپاره ورسره اړونده ادارو څو ځله ژمنې کړې خو تر اوسه یې نه دي عملي کړې.

اوس مهال په پکتیا، خوست او پکتیکا کې د وزن پورته کولو ترڅنګ کرکټ، فوټبال او نېزه بازي ډېر مینوال لري.