اطلاعات روز: تخار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، د دې ولایت په رستاق ولسوالۍ کې د طالبانو پر پوستو د «مقاومت جبهې» ځواکونو برید کې شپږ طالبان وژل شوي دي.
یوې سرچینې اطلاعات روز ته وویل، برید تېره شپه (سې شنبه، ۱۲ د تلې) ۱۲:۰۰ بجې د رستاق ولسوالۍ «کهنه بازار» په سیمه کې د طالبانو پر یوې قرارګاه شوی دی.
د سرچينې په وينا، په دغه بريد کې نهه طالبان ټپيان شوي هم دي.
سرچینه زیاتوي، چې د طالبانو یو هاموي ټانګ هم له منځه تللی او یو پیکا او څلور کلاشینکوفونه هم د «مقاومت جبهې» ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ویل کېږي چې په تېرو دوو اونیو کې دا په تخار ولایت کې د طالبانو پر قرارګاوو د «مقاومت جبهې» ځواکونو پنځم برید دی چې ترسره کېږي.