انځور: ارشیف

ارزګان کې د یو شپون ټوله رمه غلو بیولې ده

اطلاعات روز: ارزګان کې يو کوچی ادعا کوي چې غلو یې له پنډغالي لسګونه وزې او پسونه له ځان سره بیولي دي.

د خان په نوم دغه کوچی چې خپل ځان دارزګان د دهراوود ولسوالۍ د «تنګي سيمې» معرفي کوي وايي، تېره شپه (چهارشنبه، ۱۲ د تلې) یې ۴۰ وزې او پسونه غلو بیولي دي.

د دغه کوچې په وينا، چې کور يې د ترينکوټ او دهراوود ولسوالۍ ترمنځ د غره په يوه لمنه کې دی او زياتوي چې د همدې غره په لمنه کې یې خپلې رمې ته یو پنډغالی جوړ کړی و او له هغه ځایه یې رمه غلو بیولې ده.

دی د طالبانو امنيتي ادارو څخه غوښته کوي، چې د رمې په پیدا کولو کې ورسره مرسته وکړي.

ارزګان کې د طالبانو مسوولین په دې اړه څه نه دي ویلي.

واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته هېواد کې د اقتصادي ستونزو زیاتیدو له امله غلاوې او جنایي جرمونه زیات شوي دي.