اطلاعات روز: د هېواد په ختيځ ننګرهار کې يوه ډله ښځو د کابل په لوېديځ کې د کاج ښوونیز مرکز پر زده کوونکو د برید په غبرګون کې لاریون وکړ.
لاریون کوونکو ښځو نن (چهارشنبه، ۱۳ د تلې) په خپل اعتراض کې وویل، چې د کاج بې ګناه زده کوونکو وینه نه بښې.
دوی «زپښتون هزاره یم او د خپلو هیوادوالو غچ به اخلم»، «هزاره ورو مې ته وژنې زه پښتون به یې غچ اخلم»، او «د کاج بې ګناه قربانیانو وینه نه بښو» شعارونه ورکول.
د تېرې جمعې په سهار (۸ د تلې) د کابل په لویدیځ هزاره میشتې سیمه کې د کاج پر ښوونیز مرکز ځانمرګی برید وشو.
اطلاعات روز یو شمیر سرچینو ویلي، چې په دغه برید کې د وژل شویو شمېر ۵۴ او د ټپیانو شمېر ۱۱۲ ته رسېدلی دی.
د فعالانو په نظر، دا برید د هزاره ګانو پر وړاندې د هدفي بریدونو دوام دی، چې د دې توکمیزې قبیلې د «نسل وژنې» یوه ښکاره بیلګه ده.
دغه برید د هیواد ځینو ښارونو کې د لاریونونو راوتو لامل شو، خو طالبانو دغه اعتراضونه وځپل.