انځور: خوست امنیه قومندانۍ

افغان ناروغان لا هم پاکستان ته د تلو پرمهال له ستونزو سره مخ دي

اطلاعات روز: د خوست، پکتیا او پکتیکا له لارې پاکستان هیواد ته تلونکي افغان ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي او د قانوني پرچو پر وخت نه ورکړې څخه شکایت کوي.

د خوست ولایت له غلام خان او د پکتیا ولایت له ډنډپټان ولسوالۍ له لارې هره ورځ سلګونه افغانان ګاونډي پاکستان ته د تلو په موخه د کرښې دې غاړې ته په ورځو انتظار کوي، چې له امله یې ښځې، ماشومان او ناروغ لرونکي له ګڼو ستونزو سره مخ وي.

دوی په دې برخه کې د قانوني پرچو له پر وخت نه ورکړې، اړیکو پاللو او نورو خنډونو له امله نه شي کولی چې خپل ناروغان پر وخت د درملنې لپاره پاکستان هیواد ته انتقال کړي.

د دې ولایت د اوسېدونکو په وینا چې په غلام خان بندر کې د مسوولو کسانو له لوري د دوی د قانوني پرچې تر لاسه کولو برخه کې اسانتیاوې نه دي برابرې کړې او هم ځینې وخت د پاکستاني پوله ساتو له لوري په دروازه کې په یو او بل نوم ځورول کیږي.

د خوست او پاکستان ترمنځ د غلام خان بندر لار چې په دغه لار تل تلونکي افغانان د پاکستاني ځواکونو له لوري ځوریږي. انځور: ټولنیزې رسنۍ

دوی د دغه مشکل د هواري لپاره د طالبانو له ولایتي مسوولینو د کوټلو ګامونو د اخیستو غوښتنه کوي او وايي، چې د ستونزې د دایمي حل لپاره دې منظمه اداره رامنځته کړي.

د تڼیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکي بسمل اغا اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې څو ورځې وړاندې یې د خپل یو ناروغ د درملنې لپاره پاکستان ته د تګ چمتوالی ونیوه، خو په کرښه د زیاتې ګڼې ګوڼې او د قانوني پرچې د ویش برخه کې د اړیکو پاللو له امله په تګ بریالی نه شو.

هغه زیاته کړه چې د پاکستان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ د تګ-راتګ برخه کې ولسي خلکو ته د پام وړ اسانتیاوې نه دي برابرې شوي.

نوموړي وویل: «مونږ دلته په خوست کې له پاکستان سره د غلام خان لاره لرو او ډیری خلک له همدې لارې پاکستان ته تګ-راتګ کوي، ولې د دغه تګ او راتګ برخه کې له تېرو دوو لسیزو راهیسې پرتو ستونزو ته دایمي حل لاره نه دی پیدا شوې او بل د طالبانو په راتګ دغه ستونزه نوره هم ډېره شوې ده. ما ناروغ یاد هیواد ته انتقالوه خو قانوي پرچه رانکړل شوه او د زیات بیروبار له امله د سفر پاتې شوو.»

خوست کې پاکستان تلونکي افغان ناروغ لرونکي چې پرچې اخیستو ته انتظار دي. انځور: خوست امنیه قومندانۍ

د دغې ستونزې د هوارې په موخه وړمه ورځ د خوست ولایت لپاره د طالبانو ولایتي مسوولینو پاکستان ته د تلونکو افغان ناروغانو سره په لیدنه کې ډاډ ورکړی چې د تلونکو افغان مسافرو لپاره به د پرچو ویش برخه کې لا شفافیت رامنځته کوي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو امنیه قومندان د قبایلو او سرحدونو په ریاست کې د جوړې شوې غونډې پر مهال ویلي چې دوی به له ګاونډي پاکستان سره د ورتلونکو افغان ناروغانو او سوداګرو پر وړاندې پراته خنډونه په اوږد مهال ډول هواروي.

له خوست ور ها خوا بیا د پکتیا ولایت په ډنډپټان- پړاچنار کې هم پاکستان ته د ورتلونکو افغانانو په مخ کې ستونزې دوام لري.

د پکتیا ولایت د ډنډپټان ولسوالۍ اوسېدونکي وايي، د پټان – پړاچنار له لارې زرګونه افغانان له کرښې دې غاړې ته د اوښتو انتظار کوي.

د پکتیا د څمکنیو ولسوالۍ یو تن اوسېدونکی جمال الدین اطلاعات روز ته په استول شوي غږیز پیغام کې د طالبانو په مسوولو کسانو نیوکه کړې چې د اړیکو په اساس هغو کسانو ته له ځنډ پرته ټوکنې ورکوي چې د کورنۍ غړي یا خپلوان یې د طالبانو په حکومت کې دنده ولري.

د پټان-پړاچنار پر لار تلونکي افغانان بیا وایي، چې دغلته طالبان د پرچې په ورکولو کې اړېکې پالي او ناروغان په شپو او ورځو انتظار باسي ترڅو پرچه ترلاسه کړي. انځور: اطلاعات روز

د نوموړي په وینا ځینې داسې ناروغ لرونکي هم شته چې د درې یا څلورو اونیو له انتظار وروسته هم ورته د تګ چانس نه دی برابر شوی.

هغه وايي: «دلته په پټان دروازه کې د تېر نظام څخه اوس فساد ډېر دی، هغه فساد چې اوس کیږي هغه د اړیکو پاللو فساد دی. که څوک له طالبانو سره اړیکې ولري نو هغوی په ډېرې اسانۍ سره د تګ ټوکن تر لاسه کوي خو زه داسې کسان هم پېژنم چې دلته یې په دروازه کې ۲۰ یا ۲۵ ورځې انتظار کړی وي او بیا هم په تګ نه وي بریالي شوي.»

هغه افغانان چې د پټان پر لار پاکستان ته دتلو هڅه کوي. انځور: اطلاعات روز

څه موده وړاندې پاکستاني پوځیانو د پکتیا ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې افغان لوري ته څلور افغان مساپر تر لفظي شخړې وروسته هغه مهال په ډزو ووېشتل چې غوښتل یې پاکستان ته لاړ شي.

له دې پېښې وروسته د پټان-پړاچنار لاره د ملکي وګړو او سوداګریزو موټرو د تګ-راتګ په مخ د یوې میاشتې لپاره تړل شوې وه، چې بیا وروسته د سیمې د دواړو غاړو د مشرانو په منځګړیتوب دغه لاره پرانیستل شوه.

له دغو ستونزو سره هم مهال د پکتیکا ولایت په انګور اډه باندې هم د افغانانو ستونزې نه دي راکمې شوې، هلته بیا تر ډېره په افغان مساپرو پاکستاني پوځیان زور زیاتی کوي.

د انګور اډې له لارې پاکستان ته د تلونکو افغانانو د انتظار شېبې. انځور: ټولنیزې رسنۍ

که څه هم د پکتیکا ولایت لپاره د طالبانو والي عبدالله مختار میاشت وړاندې د ستونزو هواري لپاره سیمې ته سفر کړی و، او د ۳۴ میلیونه افغانیو په ارزښت یې د یو کمپلیکس د جوړېدو چارې هم پیل کړې، خو د دغو ستونزو په دایمي حل بریالی نه شو.

له ګاونډي پاکستان سره یوازې د افغان مساپرو برخه کې شته مشکلات نه دي چې رامنځته کیږي، بلکې هر کال له افغانستان څخه د سبزي جاتو او تازه میوو له رسېدو وروسته مقابل لوری د مالونو د خرابېدو په موخه په یوه او بله بهانه د سوداګرو د مالونو انتقال مخنیوی کوي او دروازې یې ورباندې تړي.