د ګردېز په دارالایتام کې یو ۱۸ کلن ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: د پکتیا په مرکز ګردېز کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د دارالایتام یوه زده کوونکي ځان زندۍ کړی او خپل ژوند یې له لاسه ورکړی دی.

یوې ځايي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ۱۸ کلن ځوان له هغه وروسته ځان وژنه کړې چې د ښوونکو له ناسم چلند سره مخ شوی و.

د سرچینې په حواله یاد ځوان د احمدخېلو ولسوالۍ اوسېدونکی و، چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۳ د تلې) یې کورنۍ خاورو ته وسپاره.

د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو امنیتي مسوولینو تر اوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

اوس مهال د ګردېز په دارلایتام کې لسګونه زده کوونکي چې اکثره یې د ولسوالیو اوسېدونکي دي د دیني زده کړو په موخه شپې تېروي.