انځور: اطلاعات روز

ننګرهار کې خلک د بشري مرستو پر ناعادلانه ویش نیوکه کوي

اطلاعات روز: د ننګرهار یو شمیر اوسیدونکي شکایت کوي، چې په دغه ولایت کې د خیریه بنسټونو او د نړیوالو مرستندویه له لوري بشري مرستې د مستحقو کورنیو پر ځای د طالبانو پر پلویانو ویشل کېږي.

 د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ یو اوسیدونګی خیرګل وایي، کومې بشري مرستې چې دغه ولایت کې دخوراک نړیوال سازمان، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسېسو له لوري ویشل کیږي د ویش په برخه کې یې بیوزله کورنیو ته څه ډول چې لازمه ده پام نه دی شوی.

نوموړی وایي، یادې بشري مرستې په ناعادلانه توګه او د شخصي اړیکو پر بنسټ پر هغه چا وېشل کېږي چې مستحق یې نه وي او له طالبانو سره اړیکې ولري.

ځینې نور بیا روان اقتصادي وضعیت د اندیښنې وړبولي اوغوښتنه کوي چې خیریه بنسټونه او نورې مرستندویه ادارې دې له دوی خپلې مرستې نه سپموي.

د ننګرهار د خېوې ولسوالۍ اوسیدونکی شاه ولي وایي، که مرستې پر مستحیقو کورنیو ونه ویشل شي، نه یوازې به د طالبانو پر حکومت د خلکو بارو راکم شي بلکې د ولس او حکومت ترمنځ به واټن لا زیات شي.

بل لور ته د ننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي،هڅه یې پیل کړې څو ټولو بیوزله او مستحقو کورنیو ته په یوه اندازه مرسته ور ورسوي.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د کډوالو چارو رییس اکرام الدین مفتون دخلکو هغه نیوکې چې ګواکې په دغه ولایت کې بشري مرستې د مستحقو کورنیو پر ځای پر طالبانو ویشل کیږي پرځای نه بولي او وایې، مرستې یې د سروې له مخې پر مستحقو کورنیو ویشلي دي.

مفتون زیاته کړه:«کومې مرستې چې په ننګرهار کې د دولتي ادارو، خیریه بنسټونو او نړیوالو موسېسو له لوري ویشل کیږي، له مونږ سره په همغږي ویشل کیږي او د سروې له مخې ویشل کیږي؛ یعنې لومړی سروې ترسره کوو چې مستحقې کورنۍ معلومې کړو او بیا پرې مرستې وویشو، زمونږ پوره هڅه دا ده چې مرستې په شفاف ډول وویشل شي او په دې برخه کې له پوره احتیاط کار اخلو له خیریه بنسټونو او نورو مرستندویه ادارو سره په تماس کې یو، څو ټولو ته په شفاف ډول مرستې ورسیږي؛ دا چې خلک شکایت کوي چې مرستې پر طالبانو ویشل کیږي دا دروغ دي او داسې څه نشته.»

عام وګړي داسې مهال د بشري مرستو پر ویش نیوکه کوي، چې د ننګرهار لپاره د طالبانو ولایتي چارواکي وایي،هڅه یې پیل کړې چې له مرستدویه ادارو بیوزله کورنیو ته مرستې راجلب کړي څو ټولو ته په یوه اندازه مرسته ور ورسوي.