انځور: استول شوی

یونیسف د ارزګان په دولتي ښوونځیو کې سلګونه ښوونکي ګماري

اطلاعات روز: ارزګان کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق یا يونيسف د دغه ولایت په دولتي ښوونځيو کې د ښوونکو د ګمارنې په موخه له ۳۰۰ ښوونکو ازموينه واخيسته.

ارزګان ولایت کې د SHAO موسېسې په تخنيکي او يونيسف په مالي ملاتړ له هغو ۳۰۰ کسانو څخه ازموينه واخيستل شوه چې د بریالیتوب په صورت کې به ۱۴۰ کسان په دولتې ښوونځيو کې د ښوونکو په توګه په دندو وګمارل شي.

د SHAO موسېسې ولايتي مسول عبدالباري مل وايي، چې دوی د يونيسف موسېسې په مالي ملاتړ غواړي د ارزګان په هغو ښوونځيو کې ښوونکي په دندو وګماري چې د ښوونکو له کمي سره مخ دي.

نموړی زیاتوي، چې دوی پلان لري ترڅو ددغه ولايت په لېرې پرتو سيمو کې ماشومانو ته د زده کړې زمينې برابرولو په هدف ښوونځيو کې ښوونکي جذب کړي.

مل زیاته کړه، چې د ښوونکو د ګمارنې ترڅنګ به په دغه ولايت کې ۱۵ ويجاړ ښوونځيو هم ترمیم کړي او په ښوونځيو کې به د ښوونکو د ظرفيت لوړولو په هدف ښوونکو ته روزنه ورکړي.

په دغه ولايت کې د يونيسف موسېسې عمومي مسول ډاکټر فواد وايي چې د يونيسف نړيوالې موسېسې يوازينی هدف په دغه ولايت کې ماشومانو ته د تعليم زمينه برابرول دي.

یاده دې وي چې تردې وړاندې هم په دغه ولايت کې د طالبانو د پوهنې رياست له ښوونکو څخه په دې هدف ازموينه اخيستل شوې وه، ترڅو د ښوونکو په توګه یې په دندو وګماري.