انځور: استول شوی

افغانستان کې د«هزاره ګانو نسل وژنې» مخنیوی؛ د نړۍ په ځینو ښارونو کې لاریونونه پېل شول

اطلاعات روز: د نړۍ په ځینو ښارونو کې په افغانستان کې د «هزاره ګانو د نسل وژنې» د مخنیوي په موخه لاریونونه پیل شول.

اطلاعات روز ته په لېږل شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ او اندونیزیا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې افغان اتباع سړکونو ته راوتلي دي. دوی شعارونه ورکوي چې د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ.»

په پام کې ده، چې نن (شنبه، ۱۶ د تلې) چې د اکټوبر له اتمې سره برابره ده په لسګونو نورو هېوادونو او ښارونو کې هم مظاهرې وشي.

دغه لاريونونه د کابل په لوېديځ کې پر کاج ښوونيز مرکز له بريد يوه اوونۍ وروسته پيلېږي. په دغه برید کې نږدې ۶۰ تنه ووژل شول او ۱۱۵ نور ټپیان شوي، چې ډېری قربانیان ښځینه زده کوونکې وې.

دغه برید په افغانستان کې د ښځو او همدارنګه د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د افغان کډوالو د پراخو اعتراضونو لامل شو. خو په افغانستان کې د طالبانو له خوا مظاهرې وځپل شوې.

دغه ډول د څو ورځو راهیسې، په ټویټر کې د هزاره ګانو «نسل وژنې» د پای ته رسولو کمپاین پیل شوی. په دې کمپاین کې د نړې له بېلابېلو برخو څخه خلکو ګډون کړی. د #StopHazaraGenocide هشټاګ تر اوسه له شپږ میلیونو څخه ډیر ځله ټویټ شوی دی.