د هزاره‌ګانو د وژنو خلاف لاریونونه؛ د کابل اوسېدونکي: د هزاره‌ګانو نسل وژنه بنده کړئ

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې طالبان دننه په هیواد کې د ښاریانو د غونډو او لاریونونو مخه نیسي، د کابل یو شمېر اوسیدونکو د هزاره ګانو د وژنو خلاف د نړیوالو احتجاجونو په ملتیا د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ» شعارونه په لاس کې نیولي دي.

په پام کې ده، چې نن (شنبه، ۱۶ د تلې) چې د اکټوبر له اتمې سره برابره ده په لسګونو نورو هېوادونو او ښارونو کې هم مظاهرې وشي.

اطلاعات روز ته په لېږل شویو انځورونو او ویډیوګانو کې لیدل کېږي چې د امریکا، استرالیا، نیوزیلنډ او اندونیزیا په ګډون د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې افغان اتباع سړکونو ته راوتلي دي.

دوی شعارونه ورکوي چې د «هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ.» دغه لاريونونه د کابل په لوېديځ کې پر کاج ښوونيز مرکز له بريد يوه اوونۍ وروسته پيلېږي.

په دغه برید کې نږدې ۶۰ تنه ووژل شول او ۱۱۵ نور ټپیان شوي، چې ډېری قربانیانې یې ښځینه زده کوونکې وې.