د پاسپورټونو د چاپ او وېش بهیر تر نامعلومې مودې وځنډید

اطلاعات روز: د طالبانو د سرپرست حکومت کورنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د ځینو تخنیکي بدلونونو راوستلو په موخه له شنبې ورځې (۱۶ د تلې) د پاسپورټونو د چاپ او ویش بهیر دروي.

د پاسپورټ ریاست له لوري په خپرې شوې اعلامیه راغلي چې دغه رياست په پام کې لري چې د خدمتونو د وړاندې کولو بهير د ښه والي او مراجعینو ته د کار چټکتيا په خاطر د دغه ریاست په تخنيکي او تجهيزاتي سيستم کې يو لړ مثبت بدلونونه راولي.

اعلامیه کې ویل شوي، دا چې د پاسپورټ په مرکزي اداره کې هره ورځ له څلور تر پنځه زرو پورې پاسپورټونه چاپیږي او غوښتونکو ته ویشل کېږي، نو د وخت په تیریدو سره د چاپ ماشینونه بیا رغاونې یا بدلون ته اړتیا لري.

د پاسپورټ ریاست د اعلامیې له مخې، د دې پروسې بشپړېدل يو څه وخت نيسي او اړينه ده، چې د پروسې تر بشپړېدو پورې د پاسپورټ ورکول بند شي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له مراجعینو غوښتي چې تر بل اعلانه د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د د پاسپورټ لوی ریاست ته مراجعه ونه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې واک ته د طالبانو رسیدو وروسته ډیرو خلکو بهر ته مخه کړې چې ورسره د پاسپورټ غوښتنه هم زیاته شوې ده.

طالبانو په تېر کال کې څو ځلې د پاسپورټونو د وېش بهیر بند کړی دی. په وروستیو میاشتو کې یوازې په کابل کې د پاسپورټونو د چاپ او وېش لړۍ روانه وه.