د کندهار پنجوايي ولسوالۍ کې يوه کس د رواني ناروغۍ له کبله ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: د کندهار د پنجوايي ولسوالۍ په زنګاوت سيمه کې يوه دوه دیرش کلن ځوان د رواني ناروغۍ له امله ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.

دغه ځوان لالی نومیږي، د کورنۍ غړي یې وايي، نوموړي دوه دېرش کاله عمر درلود او تېره ورځ (شنبه، ۱۶ د تلې) ۱۱:۰۰ بجې یې په خپل کور کې ځان زندۍ کړی دی.

هغوی زياتوي چې لالی د څه مودې راهيسې په رواني ناروغۍ اخته و او د درملنې له پاره يې څو ځله روغتون ته بېولی و.

د دوی په خبره: «اصل کې خبره داسې ده چې لالی په عصبي مشکل اخته و، موږ څو وارې کوښښ وکړ چې ښه درملنه يې ترسره کړو، خو پرون یې د کورنۍ د غړو څخه په پټه ځان ځړولی و او هیڅوک پرې نه و خبر شوي.»

دغه راز کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين هم دغه خبر تایيدوي او زياتوي چې نوموړی کس له پخوا څخه په رواني ناروغۍ اخته و.

د يادونې وړ ده چې تر دې څه موده وړاندې هم د کندهار په پنجوايي ولسوالۍ کې يوه ځوان ځان زندۍ کړی و د کلي د خلکو په وينا چې ياد ځوان په کاروبار کې تاواني شوی و او وروسته يې ځان وژنه کړې وه.