اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو مسوولین وایي، د هغه محصل جسد یې موندلی چې درې ورځې وړاندې ډهلې بند کې د لامبو پر مهال اوبو ډوب کړی و.
د دوی په خبره دغه ځوان سکندر نومیده او د کندهار پوهنتون د انګلیسي ادبیاتو د دوهم کال محصل و چې نن سهار (یکشنبه، ۱۷ دتلې) یې جسد د کندهار دهلې بند څخه را ویستل شو.
مسوولین زیاتوي، یاد محصل د غزني ولايت اصلي اوسيدونکی و چې درې ورځې وړاندې د تفریح په موخه د کندهار دهلې بند ته تللی و او هلته د لامبو پرمهال اوبو ډوب کړی و.
د کندهار د دهلې بند ژوروالی او د لامبو پرمهال د خلکو بې احتياطي ددې سبب شوې ترڅو په ځلو ځلو دغلته اوبه خلک ډوب کړي او ژوند يې واخلي.