د ننګرهار دره نور ولسوالۍ کې یو ځوان ځان زندۍ کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي چې د دغه ولایت دره نور ولسوالۍ کې یوه تنکي ځوان ځان وژنه کړې ده.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالصبور زابلی وایي، د عمران په نوم یوه تنکي ځوان، تېره ورځ (دوشنبه، ۱۸ د تلې) د دره نور ولسوالۍ «قلغه شاهي» کلي کې په یوه ونه کې ځان ځړولی او خپل ژوند یې پای ته رسولی دی.

نوموړی زیاتوي، عمران له ښوونځي اول نمره فارغ شوی و او د نامعلومو دلایلو له مخې یې ځان زندی کړی دی.

خو د یاد ځوان د کورنۍ غړو ویلي، چې عمران په دې وروستیو کې رواني ناروغي پیدا کړې وه.

وژل شوي ځوان په خپل لاس «پلار جانه ما وبښه، زه غلط وم» کلیمه هم لیکلې ده.

د وژل شوي کس تصویرونه په ټولنیزو رسنیو کې هم ډیر لاس په لاس کیږي او زیاترو یې لامل اقتصادي ستونزې او نور عوامل یاد کړي چې د طالبانو د حکومت په راتګ سره افغان ځوانان ورسره مخ شوي دي.

د ماهر احسانزي په نامه یو تن په خپل فیسبوک پاڼه د وژل شوي ځوان عکس خپور کړی او ورسره یې لیکلي دي: «په دره نور ولسوالۍ کې د یو ځوان ځان وژنه نهایت دردونکې پیښه ده. متاسفانه تر ټولو ډېر فقر زموږ پر ژوند او احساساتو لوبې کوي.»

اوسمهال تقریبا په هرو لسو کورنیو کې دوه يې له دغسې ستونزو کړیږي، چې ځوانان يې د ځان وژنې هڅه کوي. 

خلک حکومت او اړوندې ادارې مکلفې بولي چې د ځانګړي میکانیزم په جوړولو سره د وطن ددغې ورانۍ مخنیوی وکړي.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره په هیواد کې دا ډول پېښې زیاتې شوي چې لامل یې کورنی تاوتریخوالی، بې روزګاري او اقتصادي ستونزې یادې شوي دي.