اطلاعات روز: د بشري حقونو د شورا د نوو غړو د ټاکلو لپاره نن (سې شنبه، ۱۹ د تلې) د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې ټاکنې ترسره کیږي. افغانستان هم دغه غړیتوب ته نوماند دی.
افغانستان به د اسیايي هېوادونو په منځ کې له بنګله دېش، قرغزستان، مالدیف، جنوبي کوریا او ویتنام سره سیالي وکړي.
د بشري حقونو شورا چې ۴۷ هیوادونه یې غړیتوب لري د رایو له لارې د دریو کلونو لپاره ټاکل کېږي.
په دغه شورا کې د څوکیو ویش جغرافیې ته په کتو مساوي دی: ۱۳ څوکۍ افریقا ته، ۱۳ څوکۍ اسیا ته، شپږ څوکۍختیځې اروپا ته، اته څوکۍ لاتینې امریکا او کارابین ته او اوه څوکۍ د لویدیځي اروپا ګروپ او نور هیوادونه لپاره ځانګړې شوې دي.
په ژنیو کې د افغانستان ډیپلوماټیکه استازولۍ چې د تېر حکومت د ډیپلوماتانو په واک کې ده، یادې استازولۍ د دغو ټاکنو په درشل کې ویلي، چې د بشری حقونو په شورا کې یوه څوکۍ ترلاسه کول به د افغان ولس د اندیښنو، غوښتنو او ورځني واقیعتونو په برخه کې د غږ اوچتولو یوه ښه موقع وي.
یادې استازولۍ ویلي، چې د افغانستان لپاره رایه ورکول به د بشري حقونو په سم لوري تګ او ناوړه وضعیت ته د ځواب ویلو یو مهم ګام وي.
د طالبانو راتګ سره افغانستان د بشري حقونو له بحران سره مخ شوي دي. طالبانو ښځې او نجونې له کار او زده کړو څخه بې برخې کړې دي.