د پاکستان د کراچۍ مرکزي زندان څخه ۸۴ تنه افغان کډوال خوشې شول

اطلاعات روز: د پاکستان د کراچۍ ایالت له مرکزي محبس څخه هغه ۸۴ تنه افغان کډوال ازاد شول چې څه موده وړاندې دغه هیواد ته غیر قانوني کډوال شوي وو.

د يادو افغان زندانيانو د خلاصون او ضمانت ټولې چارې په پاکستان کې د بشري حقونو مدافع وکیلې منيره کاکړ پر مخ بېولې، ترڅو یاد افغانان ازاد کړي.

نوموړې زیاتوي، د دغه زندانيانو شمېر ۱۹۲ تنو ته رسېده چې نږدې ۱۱۰ تنه یې وړاندې خوشې شوي وو او پاتې یې اوس ازاد شول.

د هغې په خبره، کوم افغان کډوال چې د کراچۍ په مرکزي محبس کې بنديان وو وړمه ورځ (سې شنبه، ۱۸ د تلې) خوشې او تېره ورځ د ډیورنډ فرضي کرښې چمن له لارې کندهار ته ولیږدول شول.

په همدې حال کې د پي ټي ايم ګوند مسوولينو اطلاعات روز ته وویل، چې له کراچۍ څخه بيا د کندهار تر سپين بولدک پورې د دغه افغان زندانيانو د لېږد مالي لګښت دوی په غاړه اخيستی و.

دوی وايي، په کراچۍ ایالت کې د ۱۹۲ زندانيانو له منځ څخه لومړی ښځې، ماشومان، سپين ږيري او ناروغان خوشي شوي او وروسته دغه ۸۴ تنه ځوانان ازاد شول.

د دوی په وينا: «په پاکستان کې د دغه افغان زندانیانو د خلاصون سند د افغان کونسلګرۍ او پاکستاني مسوولینو ترمنځ لاسليک شوی، د لارې او داسې نور مالي لګښت يې موږ ورکړی او د خلاصون چارې یې د بشري حقونو مدافع وکیلي منيره کاکړ پر مخ وړي، دوې وړمه ورځ خوشې شوي او پرون مازديګر د کندهار سپين بولدک ته رسېدلې دي.»

د يادونې وړ ده چې اوس مهال د پاکستان د بېلابېلو ايالاتونو په زندانونو کې لسګونه افغان کډوال بنديان دي چې له هغې جملې د ځينو د خلاصون چارې روانې دي او د پاتې نورو برخه لیک لا تراوسه نه دی په ډاګه شوی.