ننګرهار کې د بمونو د مور اغیزې؛ د پوستکي ناروغۍ او له وخت مخکې زیږون پیښې ډیرې شوي

اطلاعات روز: د ننګرهار په سپین غر ولسوالۍ کې ځایي خلک وایي، په دې ولسوالۍ کې د امریکا له خوا د «بمونو مور» په نوم د غیر اټومي بم کارولو وروسته دغلته د پوستکي ناروغۍ او له وخت مخکې زیږون پیښې زیاتې شوې دي.

امریکا د افغانستان په ختیځ د ننګرهار سپین غر ولسوالۍ په «اسد خیلو» سیمه کې د داعش د ځپلو لپاره د ۲۰۱۷ کال د اپرېل په ۱۳مه خپل تر ټولو ستر بم د «بمونو مور» د داعش پر یوه مرکز وکاروه.

سره له دې چې د یاد بم له غورځېدو شاوخوا ۵ کاله تېرېږي، خو اوس یې هم اغېزې په خلکو کې لیدل کېږي.

تازه د یادې سیمې اوسېدونکو ویلي، چې له یاد بم را وروسته زیاتره خلک د پوستکي په ناروغیو اخته شوي دي.

 فضل هادي شینواری د یادې سیمې اوسېدونکی وایي، ډېر اغېز يې په امېندواره مېرمنو کړی، چې له وخت مخکې زېږون کوي.

شینواري زیاته کړه: «له کله راهیسې چې په سپین غر ولسوالۍ کې د بمونو مور بم غورځیدلی له هغې ورځې راهیسې زیات شمیر خلک په جلدي او نورو ناروغیو اخته شوي او هم زیاتره امیدواره میرمنې له وخت مخکې زیږون کوي چې دې حالت خلک زیات اندیښمن کړي او دا ستونزې شته دي.»

ځايي اوسېدونکی الفت خان وایي، د بمونو مور نه یواځې  له رواني اړخه زیانمن کړل بلکې له سخت مالي زیان سره يې هم مخه کړل، چې اوس یې هم خلک توان نه لري، چې خپل کورونه ودان کړي.

الفت خان زیاتوي: «د یاد بم له غورځیدو راوروسته نه یوازې خلک په پوستکي ناروغۍ اخته شوي بلکې د خلکو کورونه چې وران شوي هم تراوسه نه دي رغول شوي او له حکومت غواړو چې زمونږ ستونزو ته دې رسیده ګي وکړي او هم دې د وران شویو کورونو د رغونې لپاره لاس په کار شي.»

بل لور ته په یاده سیمه کې روغتیايي سیارې ډلې هم د بمونود مور اغېزې مني او وایي اړتیا ده، چې ډېر کار وشي.

ډاکټر اجمل په سپین غر ولسوالۍ کې د ګرځنده یوه کلينیک ډاکټر دی وایي، چې د بمونو مور ډېر اغېز پر حامله ښځو کې لیدل کېږي، چې له وخت مخکې زیږون زیات شوی دی.

اجمل زیاته کړه:«زه دلته د یو ګرځنده کلینک ډاکتر یم زیاتره ناروغان چې مونږ ته مراجعه کوي ډیرې یې میندې دي او دوی له وخت مخکې زیږون کوي او همدارنګه ماشومان په جلدي ناروغیو اخته شوي او دا ناروغۍ ورځ تربلې مخ په زیاتیدو دي.»

بل لورته بیا د ننګرهار د عامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، چې دوی وخت په وخت څار کوي او که کومه ناروغۍ ولیدل شي دوی به یې د مخنیوي لپاره عاجل اقدام وکړي.

رحیمي زیاته کړه:«تراوسه پورې مونږ ته په دې اړه معلومات نه دي را رسیدلي چې کومه ناروغۍ دې رامنځته شوې وي او خلک دې پرې اخته شوي که چیرې پیدا شي نو مونږ به یې په وخت د مخنیوي او درملنې لپاره اقدامات ترسره کړو اوس هم زمونږ سیار روغتیایي مرکزونه هلته فعالیت کوي.»

کابو پنځه کاله امریکا د ننګرهار کې  سپین غر ولسوالۍ د مامند درې اړوند په اسد خېلو سیمه کې د داعش ډلې پر یو پټن ځای خپل تر ټولو ستر بم (د بمونو مور) وغورځوه.

هغه مهال امریکا په یوه اعلامیه کې ادعا کړې وه، چې په دغه برید کې په لسګونه داعش وسله وال وژلي او مرکزونه یې ورته په بشپړ ډول وران کړي وو. خو د یادې سیمې اوسېدونکي وایي، هغه ستر بم ورته د رواني زیان تر څنګ ګڼ مالي زیانونه واړول خو څنګه چې لازمه ده لاسنیوی یې ونشو.