انځور: استول شوی

طالبانو کابل کې یو پنجشېری ځوان تر نیولو وروسته وواژه

.

اطلاعات روز: سرچینې وایي، چې طالبانو په کابل کې یو ځوان چې د پنجشېر عنابې ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و، تر نیول کیدو وروسته په ډزو وژلی دی.

یوې باوري سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دغه ځوان عبدالحمید نومیده او ۱۱ ورځې وړاندې د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې له طالبانو سره تر لفظي شخړې وروسته نادرکه شوی و.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، چې د عبدالحميد کورنۍ سره تېره ورځ (چهارشنبه، ۲۰ د تلې) اړیکه نیول شوې چې د زوی جسد یې په روغتون کې دی.

سرچینه زیاتوي، چې عبدالحمید په پنځو مرمیو وژل شوی دی.

د هغه خپلوان ټینګار کوي، چې عبدالحمید د طالبانو له مخالفانو سره هېڅ اړیکه نه درلوده او نه یې د چا سره دښمني درلوده.

باوري سرچینې وايي، چې یو بل پنجشېري ځوان هم کابل کې د طالبانو د استخباراتو ۴۰ ریاست کې د شکنجو لاندې وژل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغه ځوان صلاح الدين نومېږي او يوه مياشت وړاندې د کابل ښار له شهرنو سيمې څخه نيول شوى او دوه ورځې وړاندې يې جسد کورنۍ ته سپارل شوى دى. نوموړی د پنجشېر د عنابې ولسوالۍ د ابدرې اصلي اوسېدونکی و.

سرچینه زیاتوي، چې په تېرو څو ورځو کې څو تنه ځوانان چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي د اسلام قلعه له پولې څخه نیول شوي او د طالبانو د استخباراتو ۴۰ ریاست ته سپارل شوي دي.