د بشري حقونو څار ډله: طالبان د افغانستان مذهبي لږکیو په ساتنه کې پاتې راغلي

اطلاعات روز: د بشري حقونو د څار ډله وايي، طالبان د افغانستان مذهبي لږکیو پر وړاندې د تاوتریخوالي په مخنیوي کې پاتې راغلي او همدارنګه ځینې ډلې یې د ازار او ځورونې سره مخ کړي.

د امسله د بشري حقونو د څار څیړونکې فرشتې عباسي د امریکا د مذهبي ازادۍ کمیسیون ته په خپله وینا کې راپورته کړې ده.

عباسي په خپله وینا کې چې نن (شنبه، ۲۳ د تلې) یې پر ټویټر پاڼه خپره کړې، ویلي چې په افغانستان کې مذهبي ازادي نشته.

هغې ویلي، چې واک ته د طالبانو له رسیدو وروسته چې دوی د شریعت او قوانیو له مخې کومې تګلارې اعلان کړي په هیڅ اسلامي هیواد کې شتون نه لري.

د بشري حقونو د څار څېړونکې زیاته کړې، چې د طالبانو ټول قوانین د افغانانو اساسي بشري حقونه په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو حقونه په جدي توګه محدودوي.

د هغې په خبره، چې طالب چارواکو د شریعت څخه د افراطي تعبیرونو له مخې نجونې له زده کړې بندې کړي او له ښځو یې غوښتي چې خپل بدن او مخونه په بشپړه توګه پټ کړي. طالبان له محرم پرته ښځو ته د تګ اجازه نه ورکوي.

عباسي زیاته کړې، چې په نړۍ کې بل داسې هېواد نشته چې هلته ښځې له خپلو اساسي بشري حقونو څخه په دغه کچه له محرومیت سره مخ وي.

د هغې په وینا چې نور «ظلمونه» هم شته. نموړې ویلي، طالبان د افغانستان مذهبي لږکيو د تاوتريخوالي څخه په مخنیوي کې پاتې راغلي او ځينې ډلې ازار او ځوروي.

د بشري حقونو د څار څیړونکې زیاته کړې چې طالبان د اسلام یو ډیر محافظه کار سني تعبیر تعقیبوي. په داسې حال کې چې ټول وګړي اړ دي چې د یوې مذهبي څانګې د خورا محافظه کار تعبیرونو سره سم ژوند وکړي، په داسې حال کې چې « په ښارونو کې د ۱۰ څخه تر ۱۵ سلنې افغانان شیعه ګان دي، د پام وړ شمیر صوفيان، یو څه نور احمدیان او ځینې هندوان او سیکان ژوند کوي.»

هغې ویلي، چې په افغانستان کې شیعه، صوفیان او غیر مسلمانان هم د داعش د خراسان څانګې د بریدونو هدف دی.

د عباسي په خبره، چې داعش په پرله پسې ډول د شیعه ټولنو په ځانګړې توګه د هزاره ګانو پر وړاندې ځانمرګي بریدونه او نور وسله وال بریدونه ترسره کړي دي.

هغه ویلي: «شیعه ګان چې ډیری یې هزاره توکمه دي له یوې پیړۍ څخه د زیاتې مودې راهیسې د افغان حکومتونو له خوا له تبعیض او ظلم سره مخامخ دي.»

په دې وروستیو کې د کابل په هزاره میشتې سیمه کې یو ښوونیز مرکز په نښه شو چې نږدې ۶۰ زده کوونکي یې ووژل چې ډیری یې نجونې وې.

د دغه برید په غبرګون کې په نړیواله کچه اعتراضونه وشول او دا یې په افغانستان کې د هزاره ګانو نسل وژنه وبلله.