اطلاعات روز: باوري سرچینې وايي، چې طالبانو په کابل کې د پخواني پوځ دوه نظامیان نیولي دي.
دغه دوه نظامیان دپنجشير ولايت اصلي اوسيدونکي دي. د سرچينو د معلوماتو له مخې، دغه دوه کسان يوه اونۍ وړاندې د کابل له وزير اکبرخان سيمې څخه نيول شوي او تر اوسه يې برخليک نه دي څرګند.
دغه دوه نظامیان د تورن مشتاق او جګړن عبدالمطلب په نومونو یادیږي او د پنجشېر ولايت ابشار ولسوالۍ د جېر علي کلي اوسیدونکي دي.
د دغو دوو ځوانانو خپلوانو اطلاعات روز ته وویل، چې دوى يې د موندلو هڅې کړي؛ خو نه دي بریالي شوي او نه پوهیږي چې چیرته بندیان دي.
په دې وروستيو کې په کابل کې د ځوانانو او پخوانيو ځواکونو نيول زيات شوي دي.
تېره ورځ طالبانو په کابل کې یو پخوانی نظامي چې د پنجشېر ولایت اصلي اوسیدونکی و، د خلکو په مخ کې په ډوزو وواژه. تر دې وړاندې هم د پنجشېر ولايت دوه ځوانان د طالبانو له خوا شکنجه شوي او په ډزو وژل شوي وو.