انځور: ارشیف

د اروپایي ټولنې ځانګړی استازی: کورنۍ جګړه د افغانانو په ګټه نه ده

اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی توماس نیکلاسن وايي، د ده په باور په افغانستان کې کورنۍ جګړه د دغه هېواد د خلکو په ګټه نه ده.

نیکلاسن تېره شپه (شنبه، ۲۳ د تلې) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د یو ځل لپاره په دې خبره موافق دی چې کورنۍ جګړې ته د افغانستان راګرځېدل د منځنۍ اسیا په ګټه نه ده.

هغه زیاته کړې: «زه هم پوره باور لرم چې دا کار د افغانانو په ګټه نه دی.»

که څه هم طالبان وايي، چې له څلوېښتو کلونو وروسته په افغانستان کې جګړه پای ته رسېدلې او په دغه هېواد کې سرتاسري امنيت ټينګ شوی، خو په ځينو ولايتونو کې لا هم وسله والې نښتې روانې دي. په دې هېواد کې نا امني هم دوام لري. درې اونۍ وړاندې د کابل په لوېدیځ کې یو ښوونیز مرکز په یوه خونړي برید کې په نښه شو، چې په پایله کې یې نږدې ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شوې.

خو په همدې حال کې د روسيې ولسمشر ولاديمير پوتين په دې وروستيو کې د «سيکا» په نوم اسيا کې د تعامل او باور جوړونې جوړونې کنفرانس ویلي، چې افغانستان اوس هم په سیمه کې د امنيت پر وړاندې تر ټولو جدي ګواښ دی.

د روسیې د ولسمشر په وینا، په افغانستان کې ترهګریز بریدونه لا هم دوام لري او د یاد هېواد واکمنان د دغو بریدونو د مخنیوی توان نه لري.