د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې یو پلار خپل زوی په چړې حلال کړی

اطلاعات روز: د کندهار ډنډ ولسوالۍ کې یو پلار خپل زوی د دې له امله په چړې حلال کړی چې زوی یې د پلار دوهم واده کولو سره مخالفت ښودلی و.

يوې ځایي سرچينې د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پیښه تېره شپه (یکشنبه، ۲۴ د تلې) د کندهار ډنډ ولسوالۍ په «بلندي» سيمه کې رامنځته شوې ده.

د سرچینې په خبره، دغه پلار غوښتل چې دویم واده وکړي خو زوی یې ورسره مخالفت کړی چې تر لفظي شخړې وروسته یې پلار راپورته شوی او زوی یې په چړې حلال کړی دی.

سرچینه وایي، ياد پلار د خپل زوی تر وژل کېدو وروسته له کور تښتېدلی او وروسته د طالبانو امنيتي ځواکونو له لوري نيول شوی دی.

ورته مهال د طالبانو ولايتي مسوولين هم دغه خبر تایيدوي او وايي، چې د خپل زوی دغه قاتل پلار يې نيولی او د دوسیې بشپړیدو وروسته به یې محکمې ته وسپاري.

د يادونې وړ ده چې تر دې دوې اونۍ وړاندې هم د کندهار په ډنډ ولسوالۍ کې يو پلار خپل درې کوچني زامن په چړې حلال کړي وو.