انځور: ټولنیزې رسنۍ

د افغانستان پاسپورټ یو ځل بیا د نړۍ تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ وپېژندل شو

اطلاعات روز: د نړۍ د پاسپورټونو په درجه بندۍ کې د افغانستان پاسپورټ د ۱۱۲مې درجې خپلولو سره د نړۍ تر ټولو بې اعتباره پاسپورټ په توګه پېژندل شوی دی.

دغه درجه بندي چې د «هنلي ګلوبل» موسېسې له لوري ترسره شوې، د جاپان پاسپورټ د ۱۹۳ نمرو په لرلو سره د با ارزښته پاسپورټ په توګه د جدول په سر کې ځای لري. سنګاپور، جنوبي کوریا او جرمنی په ترتیب سره دویم، دریم او څلورم ځای خپل کړی دی.

په دې جدول کې افغانستان له پاکستان، سوریې او عراق وروسته ۱۱۲ ځای لري.

د افغانستان پاسپورټ په تېرو کلونو کې هم تر ټولو بې ارزښته پاسپورټ اعلان شوی و.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان پاسپورت د دغه هېواد د سقوط شوي جمهوري دولت له لوګو سره چاپیږي. د څه باندې یوه کال تیریدو وروسته د طالبانو حکومت لا هم د نړۍ د هېوادونو او سازمانونو له خوا په رسمیت نه دی پیژندل شوی.