د خوړو نړيوال سازمان ننګرهار کې د بیرو ځنګل جوړوي

اطلاعات روز: د ننګرهار د کرنې رياست چارواکي وایي، د دغه ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کې د خوړو نړيوال سازمان يا WFP په مالي همکارۍ د بېرو د ځنګل جوړولو چارې پيل شوې.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مرستیال قاری فضل الرحمن صادق وايي، د ښېوې ‌يا کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د شګې سيمې په غونډيو کې يې په ۸۰ هکټاره ځمکه د بېرو ځنګل جوړولو کارونه پيل کړي.

هغه زیاتوي چې ډیر ژر به دغه غونډۍ د بیرو په ځنګل وپوښول شي او د شاتو مچیو فارم لرونکو ته به د مچیو روزلو ښه زمینه برابره شي.

نوموړي زیاته کړه چې په ټوله نړې کې د بیرو د شاتو غذايي او اقتصادي ارزښت زیات دی، نو د دغه ځنګل په جوړیدو سره به د شاتو مچیو فارم لرونکو ته د مچیو د روزلو یوه ښه زمینه برابره شي او ضرورت به پیدا نشې چې خپلي مچۍ ګاونډیو هیوادونو ته د تغذيي لپاره ولېږدوي. 

په همدې حال کې د ننګرهار کې د شاتو مچيو روزنکو اتحاديې مشر ریاض احمد رودوال وایي، چې دا ډول ځنګلونه به مچۍ روزنکي له کړاو او د نورو هيوادونو له احتیاج خلاص کړي.

د نوموړي په خبره ننګرهار د شاتو د تولید يو له مهمو ولايتونو دی، خو د بېرې د باغونو نه موجوديت دوی اړ کړي چې د بېرې د حاصل په موسم کې مچۍ ګاونډي هيواد پاکستان ته انتقال کړي.

دنوموړي د معلوماتو له مخې دا روان کال ننګرهار کې د ۷۰۰ ټنه په شاوخوا کې شات توليد شوي او د بیرو باغونه زیات شي دا کچه به په راتلوونکو کلونو کې څو برابره زیاته شي.

له دې څه موده وړاندې د ننګرهار کانال رياست هم د شاتو د تولید په موخه په سلګونه جريبه ځمکه د بېرې ونې د ځنګلونو او باغونو د جوړولو چارې پيل کړې دي.