پکتیا کې د مڼو بڼوال: حاصلات ډیر دي خو بازار سوړ دی

اطلاعات روز: پکتیا ولایت کې سږکال د مڼو په حاصلاتو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی، خو د دغو حاصلاتو خرڅلاو ته یې بڼوال اندېښنه لري وایي، د نورو کلونو په پرتله یې بازار سوړ دی.

پکتیا د سویل ختیځ زون هغه یواځینی ولایت دی چې پکې په پراخه کچه د مڼو باغونونه شته او ګڼ خلک یې د مڼو خرڅلاو له لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.

د مرکز ګردېز اړوند بالاده، احمدابا، زرمت او سیدکرم ولسوالۍ د پکتیا ولایت هغه سیمې دي چې هر کال ورڅخه په زیاته کچه د مڼو حاصلات تر لاسه کیږي.

د مرکز اړوند بالادې سیمې یو تن بڼوال نورحمان اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، که څه هم د سږ کال ورښتونو له امله کرنې برخې ته زیان رسېدلی خو له دې ور هاخوا بیا هم د دوی د مڼو حاصلات د نورو کلونو په پرتله ښه دي او زیاتوالی پکې راغلی دی.

پکتیا کې سږکال د مڼو حاصلات ډیر دي خو بازار یې بې خونده دی او خلک خپلې مڼې اوس په حجرو کې ساتي ترڅو قیمت یې ښه شي.

د هغه په وینا چې د پکتیا د مڼو حاصلات د کیفیت له اړخه هم خورا ښه رنګ او خوند لري.

نوموړي وویل: «سږ کال زمونږ د مڼو حاصلات تر نورو کلونو ډېر ښه دي، خو ځینو سیمو کې د ورښتونو له امله زیانمنې شوې دي. د پکتیا مڼو حاصلات راټول شوي خو زما په شمول یې اکثره بڼوال د ساتنې لپاره مناسب ځای نه لري او نه هم تر اوسه حکومت د دغو حاصلاتو د خرڅلاو په موخه بازار موندنه کړې ده.»

د احمدابا ولسوالۍ یو بڼوال علي جان چې له تېرو ۱۸ کلونو راهیسې یې بڼوالۍ ته مخه کړې ۲۵۰۰ د مڼو ونې لري هغه وايي، پکتیا کې څلور ډوله مڼې کرل کیږي چې له ډلې یې د مارلینګ، بیروتۍ، پوځي او د اوړي په نومونو شاملې دي.

علي جان زیاتوي چې په دغو مڼو کې یې ځینې د اوړي په موسم کې حاصلات ورکوي او پاتې نورې یې بیا د مني په راتګ پخېدو ته نږدې کیږي او حاصلات یې د مصرف وړ ګرځي.

نوموړي وویل: «مونږ خو اول د اوړي مڼې خرڅې کړې چې هغه مو هم د امکاناتو کموالي له امله په خورا ارزانه بیه خرڅې کړې او پاتې شوې درې نور ډولونه چې اوس یې حاصلات پاخه شوي د مني مڼې دي چې په دې کې مارلینګ، بیروتۍ او پوځي شاملې دي.»

پکتیا کې بیلابېل ډوله مڼې شته چې ځینې یې اوړي کې ثمر ته رسیږي او ځینې د مني موسم کې.

که څه هم سږ کال د پکتیا ولایت د مڼو له حاصلاتو بڼوال خوښ دي، خو د مناسب بازار نه موجودیت له امله بڼوال مجبوریږي چې په سوداګرو یې په ارزانه بیه خرڅې کړي چې هغوی یې بیا ګاونډي پاکستان ته صادروي او یاد هیواد یې په خپل نوم په خورا ښه قیمت نړیوالو بازارنو ته لېږدوي.

هغه وویل: «مونږ په دې اړه ډېر اندېښمن یو، ځکه حاصلات مو راټول کړي او اوس یې د ساتنې لپاره لومړی خو ځای نه لرو او په حجرو کې یې ساتو چې ډېره برخه یې د وخت په تېرېدو له منځه ځي او کله یې چې دلته په سوداګرو خرڅ کړو مونږ پکې ګټه نه شو کولی خو سوداګر یې پاکستان ته له وړلو وروسته د هغه هیواد په نوم په ښه بیه چین او نورو هیوادونو ته لېږي.»

د زرمت ولسوالۍ د سهاکو سیمې یو بل بڼوال حاجي خالد بیا د سړو خونو د نه موجودیت له امله د حاصلاتو ساتنې ته اندېښنه لري او وايي، چې اوس مهال یې راټول کړي حاصلات په یو نا مناسب ځای کې ځای پر ځای کړي دي.

بڼوال وایي، د مڼو د ساتنې لپاره سړې خونې نه لري چې تر ډیره وخته پورې پکې مڼې وساتي.

نوموړي داسې وویل: «مونږ مڼې راجمع کړې خو ځینې مو په حجره او ځینې نورې مو بیا په کادانه کې اچولې دي، د دې لپاره خو اول سړه خونه ډېره مهمه ده او که هغه نه وي نو کارتنونه هم لږ څه ګزاره کوي ولې اوس چې زمونږ مڼې په کوم وضعیت کې پرتې دي مناسب ځای نه دی.»

په دې اړه د پکتیا پوهنتون د کرنې او مالدارۍ له پوهنځي فارغ یو زده کړیال اسدالله دانش اطلاعات روز سره په خبرو کې د مڼو خرڅلاو لپاره د طالبانو له حکومت څخه د مصرف زمینې برابرېدو غوښتنه وکړه.

هغه وايي، که د دغو مڼو لپاره د طالبانو اړونده ادارې بهر ته د صادراتو توان نه لري، نو په کور دننه دې د خپل پوځ لیکو ته قرار داد وکړي.

دانش وايي: «زما په نظر که طالبان یې د هوايي دهلیز له لارې بهر نه شي استولی نو بڼوالو ته د رسېدونکي تاوان پر ځای باید دوی د خپلو اردو، امنیت او پولیسو ادارو سره قرار داد وکړي تر څو دلته په کور دننه مصرف شي او د بڼوالو خوراي له منځه لاړه نه شي.»

دغه راز په پکتیا ولایت کې د طالبانو د کرنې ریاست مسوولینو ویلي چې سږ کال د پکتیا د مڼو حاصلاتو د کیفیت او حاصلاتو له مخې د هیواد په کچه لومړی مقام ګټلی دی.

د دغه ولایت د باغدارۍ آمر خروټي هم رسنیو سره په خبرو کې د مڼو حاصلاتو مصرف په کور دننه ښه او ارزښتمنه لاره یادوي.

د پکتیا مڼو سږکال د ښه حاصل او کیفیت له مخې د هیواد په کچه لومړی مقام خپل کړی دی.

خروټي ویلي: «مونږ پوره هڅه کړې چې د بڼوالو له خوا د مڼو تر لاسه شوي حاصلاتو ته ښه بازار پیدا کړو، تر څو له خرابېدو وړاندې په ښه بیه خرڅې شي. او د دې لپاره مو هم کوښښ پیل کړی تر څو له امنیتي ادارو سره وغږیږو تر څو هغوی سره قرار داد وشي او هلته په مصرف ورسیږي.»

په هیواد کې د وروستیو ورښتونو له امله سږ کال د پکتیا سربېره د هیواد په ګڼو ولایتونو کې کرنیز محصولات زیانمن شوي او له دې امله کروندګرو ته درانه تاوانونه ور اوښتي دي.