اطلاعات روز: ارزګان کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یو کس خپله میرمن په وهلو ټکولو وژلې ده.
یوې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ته وویل، چې دغه میرمن تېره شپه (سېشنبه، ۲۶ د تلې) د ترینکوټ په «ظفرشاه» سیمه کې د خپل خاوند له لوري وژل شوې ده.
سرچینه زیاتوي، یاده میرمن داسې مهال روغتون انتقال شوې چې پر بدن یې د وهلو ډبولو ټپونه له ورایه ښکاریدل، سر یې څو ځایه مات شوی و او د وینې ضایع کیدو له امله یې ساه ورکړې.
ارزګان کې د طالبانو امنیې قومندانۍ یاده پیښه تاییدوي او وایي، چې پیښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې او قاتل د طالب ځواکونو لخوا نیول شوی دی.
قومندانۍ زیاتوي، د دغه میرمنې خاوند څخه دا مهال څیړنې روانې دي.
هیواد کې د فقر، بې کاري او د نشه یي توکو استعمال د کورنیو ترمنځ د تاوتریخوالي زیاتیدو لامل ګرځیدلي دي.