اطلاعات روز: پنجشېر کې د طالبانو له خوا د بشري حقونو څخه د پراخو سرغړونو له ادعاوو وروسته د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ دغه ولایت ته سفر کړی دی.
باختر دولتي خبري آژانس چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي، نن (چهارشنبه، ۲۷ د تلې) راپور ورکړی چې د بېنټ د دغه سفر موخه په پنجشیر کې د بشري حقونو د وضعیت څیړل او په دغه ولایت کې د طالبانو له سیمه ایزو چارواکو سره لیدل دي. د بېنټ د سفر په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
پخپله بېنټ او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د معاونیت دفتر (یوناما) تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ښاغلی بېنټ داسې مهال پنجشېر ته سفر کړی، چې د «مقاومت جبهه» ادعا کوي، چې طالبانو تېره شپه د دغه ولایت د پیریان ولسوالۍ پر اوو کلیو بریدونه کړي او د خلکو خصوصي حریم ته ننوتي دي.
د دغې جبهې په وینا، د دغو کلیو اوسېدونکو خپل کورونه پرېښي دي؛ خو طالبانو يې لاره بنده کړې او محاصره کړي یې دي.
داسې ادعا هم کېږي چې طالبانو نن د پنجشېریانو لاريون ځپلی دی.
طالبان په پنجشېر کې د ملکي وګړو د ځورولو، نيولو، شکنجه کولو او په ډزو د ویشتلو په ګډون د بشري حقونو څخه په پراخو سرغړونو تورن شوي دي.
همدارنګه دغه ډله په پنجشېر کې د جنګي اسیرانو په وژلو هم تورنه ده.
تازه یوه غیر انتفاعي سازمان چې په بریتانیا کې قرار لري او د «افغان ویتنس» په نوم یادیږي په خپل راپور کې ویلي، چې د ویډیوګانو او انځورونو له شننې له مخې طالبانو ۲۷ تنه تر نیول کیدو وروسته لاس تړلي په ډزو وژلي دي.