د IRC مرستیاله: پکتيا کې د پوهنې او روغتیا برخه کې شته ستونزې د اندېښنې وړ دي

اطلاعات روز: د ژغورنې نړیوالې کمېټې يا د IRC عمومي مرستیالې پکتیا ولایت ته د سفر پر مهال ژمنه کړې چې دوی به د دغه ولایت د اوسېدونکو لپاره په روغتیا، پوهنې او بشري مرستو برخه کې ځانګړې پاملرنه وکړي.  

د ژغورنې نړیوالې کمیټې مرستیالې الينار په مرکز ګردېز او ځینو ولسوالیو کې د تېرو سېلابونو، روغتیايي ستونزو او اقتصادي مشکلاتو برخه کې روان وضعیت د اندېښمنې وړ وباله او د لاسنیوي ډاډ یې ورکړ. 

هغې زیاته کړه، چې دوی په تېر کې هم له ښوونځیو، روغتیايي مرکزونو او نورو بېړنیو مرستو برخه کې همکاري کړې او لا به هم خپلو مرستو ته دوام ورکوي. 

الینار وویل: «پکتیا یو له هغو ولایتونو دی چې ماشومان، ښځې او ځوانان یې اوس مهال په خورا ناوړه اقتصادي وضعیت کې قرار لري او دوی ته چې څومره لازمه ده هماغه ډول په روغتیا، پوهنې او رغونې برخه کې پام نه دی شوی، نو مونږ پلان لرو چې په دې ولایت کې خپل خدمتونه لا پراخه کړو او د خلکو هغه ستونزې هوارې کړو چې اوس ورسره مخ دي.»

په همدې موخه په جوړه شوې غونډه کې د پکتیا ولایت لپاره د طالبانو د ځینو ادارو مسوولینو هم ګډون درلود، هغوی له IRC موسېسې له مرستیالې د همکارۍ غوښتنه وکړه او په اوسنیو شرایطو کې یې د نړیوالو موسېساتو لاسنیوی جدي اړتیا وبلله.

د تېر جمهوري نظام له ړنګېدو او واک ته د طالبانو له رسېدو وروسته د نورو ولایتونو سربېره په پکتیا کې هم خلک له ګڼو اقتصادي ستونزو سره مخ شوي او په ځینو لېرې پرتو سیمو کې په روغتیا او پوهنې برخو کې څومره چې لازمه ده خلکو ته خدمات نه وړاندې کیږي.