د پکتيکا زېړوک ولسوالۍ سلګونه اوسېدونکي د ټولو نجونو پرمخ د ښوونځیو پرانیستل غواړي

اطلاعات روز: د پکتيکا ولايت په زېړوک ولسوالۍ کې سلګونه ځايي اوسېدونکو په يوې اعتراضیه راټولېدنه کې د طالبانو له حکومت غوښتنه وکړه چې هيواد کې د نجونو پاتې ښوونځي ژر تر ژره پرانيزي.

د «قلم لار» سره يو ځای راټول شوي مخور، ځوان او ماشومان وايي، هيواد کې له تېر يو نيم کال راهيسې د طالبانو حکومت له کوم شرعي دليل پرته له شپږم ټولګي پورته د نجونو په مخ د ښوونځيو دروازې تړلې او هغوی يې له عصري زده کړو محرومې کړې دي.

د دغې ولسوالۍ يوه اوسېدونکي اسلم نن (شنبه، ۳۰ د تلې) اطلاعات روز سره په ټیليفوني خبرو کې د راټولېدنې هدف د نجونو ښوونځيو د پرانيستې ترڅنګ په سيمه کې د هلکانو ښوونځيو لپاره د سرپناه، مسلکي ښوونکو او درسي کتابونو غوښتنه هم بولي.

هغه وايي، په زيړوک ولسوالۍ کې نه يوازې دا چې د نجونو ښوونځي نشته بلکې د نارينه و لپاره هم څومره چې اړتيا ده د زده کړو زمينه نه ده برابره شوې.

د زيړوک ولسوالۍ يو بل اوسېدونکي چې د امنيتي مشکلاتو له وجې يې په مستعار نوم ځان وزير معرفي کوه اطلاعات روز ته په خبرو کې د زده کړو په اړه د طالبانو اوسنی دريځ له خلکو سره لوی خيانت ياد کړ او ویې ويل چې د دغه حکومت رهبرانو د ښوونځي او مدرسې ترمنځ فاصله رامنځته کړې او ټول پام يې په مدرسو ور ټول وي.

وزير غوښتنه وکړه چې د طالبانو حکومت دې د خلکو غوښتنو ته لبیک ووايي او له خلکو سره دې روان ظلم ته د پای ټکی کېږدي.

د پکتيکا په زېړوک ولسوالۍ کې په داسې مهال ځايي خلک د نجونو پاتې ښوونځيو غوښتنه کوي چې څو ورځې وړاندې د دغه ولايت په نکه ولسوالۍ کې هم ګڼو خلکو په يوې راټولېدنه کې ورته غوښتنه کړې وه.

طالبانو په تکرار سره د نجونو ښوونځيو په وړاندې کلتوري ستونزې او په اوسني نصاب کې شته مشکلات د نه خلاصون اصلي لامل په ګوته کوي.