اطلاعات روز: د تخار په دشت قلعه ولسوالۍ کې ځايي سرچينې وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د طالبانو امنيې قوماندانۍ پر ودانۍ د «مقاومت جبهې» ځواکونو په بريد کې يو طالب وژل شوى او دوه نور ټپيان دي.
يوې ځايي سرچينې اطلاعات روز ته وويل، چې دغه بريد تېره شپه (جمعه، ۲۹ د تلې) شاوخوا ١١:۰۰ بجې ترسره شوى دى.
سرچينه ادعا کوي، چې د درې ساعتونو نښتې وروسته د «مقاومت جبهې» ځواکونو شا تګ وکړ. د سرچینې په وينا، په دشت قلعه ولسوالۍ کې د طالبانو امنیې قومندانۍ د ودانۍ ځينې برخې هم ويجاړې شوې دي.
دغې سرچينې د «مقاومت جبهې» ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ويل.
طالبانو او د «مقاومت جبهې» تر اوسه په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې په تېره یوه میاشت کې د بدخشان او تخار په ګډون د هېواد په شمال ختیځ کې د طالبانو پر پوستو د «مقاومت جبهې» د ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
د «مقاومت جبهې» ځواکونو تر دې وړاندې د رستاق، کلفګان، چال و فرخار په ولسوالیو کې د طالبانو امنیې قومندانیو پر ودانیو بریدونه کړي وو.
په وروستیو ورځو کې د بدخشان په ځینو برخو کې د طالبانو او «مقاومت جبهې» ترمنځ نښتې روانې دي. په دغو نښتو کې دواړو لورو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. طالبانو تېره ورځ د «مقاومت جبهې» یو قومندان له خپلو اوو کسانو سره تر نیول کیدو وروسته په ډزو وواژه.