طالبانو کندهار کې د افغان سرې میاشتې دوه مسوولین په بند محکوم کړل

اطلاعات روز: طالبانو کندهار کې د افغان سرې مياشتې ټولنې ريیس او د سویل لویدیځ زون په کچه د همدې ټولنې مسول د ملا هبت‌الله اخوندزاده د فرمان نه عملي کېدو له کبله له خپلو دندو ګوښه او په يو مياشتني بند يې محکوم کړي دي.

کندهار کې د طالبانو ولايتي مسوولين وايي، د دغه ولايت لپاره یې د افغان سرې مياشتې د ټولنې ریيس مفتي فيض الله فيضي او د زون په کچه مسول ملا اختر محمد خادم له دندو ګوښه او په يو مياشتني بند يې محکوم کړي دي.

په دې ولايت کې د طالبانو ځايې مسوولين زياتوي، چې يادو کسانو پنځه مياشتې د ملا هبت‌الله هغه فرمان ځنډولی، چې پکې د سرې مياشتې ټولنې له ولايتي مسوولينو غوښتل شوي و ترڅو کندهار کې د طالبانو يوازينی د رواني ناروغانو مرستون په خپل شخصي بوديجه کې شامل او ټول مصارف يې دغه دفتر په خپله غاړه واخلي.

د يادونې وړ ده چې طالبان کندهار کې د روانې ناروغانو د درملنې لپاره يو مرستون جوړ کړی چې پکې لسګونه ناروغان ساتل کېږي.