ایران په تېره یوه میاشت کې نږدې ۲۴ زره افغان کډوال په زور له خپلې خاورې ایستلي

اطلاعات روز: نيمرزو کې د طالبانو سيمه ييز مسوولين خبر ورکوي، چې د تيرې يوې مياشتې په موده کې د ابریشم پل له لارې نږدې ۲۴ زره افغان کډوال په زور له ایران خاورې را ایستل شوي دي.

نيمروز کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريیس مفتي حبیب الله الهام وايي، چې د تلې مياشتې له لومړۍ نېټې څخه تر ۳۰مې پورې ټولټال ۳۴ زره او ۳۲ افغان کډوال له ایران افغانستان ته راستانه شوي چې په دې کې ۱۰زره ۱۰۷ تنه په خپله خوښه او ۲۳زره ۹۲۵ کسان په جبري توګه وتلو ته اړ ایستل شوي دي.

مفتي الهام زیاتوي، دوی زیانمن کسان د مرستې ترلاسه کولو په موخه IOM سازمان ته ورپیژني ترڅو هغوی ورسره مرسته وکړي.

د ده په خبره، د دغه کسانو په ډله کې ۲۷۲۳ کسان داسې وو چې د کډوالۍ پرمهال ورته سخت ځاني او مالې زيانونه اوښتي دي.

طالب مسوولین داسې مهال د زرګونه افغان کډوالو د بیرته راستنيدو خبر ورکوي چې واک ته د طالبانو له رسيدو وروسته هره ورځ زرګونه افغانان د فقر او بې کارۍ له امله هیواد پریږدي.