د ننګرهار بهسودو ولسوالۍ کې وسله والو غلو دوه سوداګر په ډزو وژلي

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد کې ځایي سرچینې وایي، چې وسله والو غلو د دې ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې دوه سوداګر په ډزو وژلي دي.

د جلال اباد ښار یوه اوسیدونکي اطلاعات روز ته وویل، چې وسله والو غلو تیره شپه (سې‌شنبه، ۳ د لړم) د بهسودو ولسوالۍ اړوند«لسمې ویالې» سیمه کې دوه سوداګر په نامه د حاحي تاج محمد او حاجي حبیب الله چې پلار او زوی و، په ډزو وژلي دي.

نوموړی وایي، وسله وال غله شپې مهال د دغه سوداګرو په کور اوښتي، چې د یاد کسانو غبرګون په پایله کې غلو ډزې کړي او پلار او زوی یې وژل شوي دي.

سرچینه وایي، وژل شوي کسان په اصل د کونړ ولایت اوسیدونکي و او له کلونو راهیسې په ننګرهار کې ژوند کاوه.

ننګرهار کې طالب چارواکي هم یاده پېښه تاییدوي او وایي، په اړه یې پلټنې پیل کړې دي.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې د وسله وال غلو زیاتوالي د خلکو ژوند تریخ کړی، چې د مخنیوي په برخه کې یې امنیتي چارواکي ګرم بولي.