انځور: استول شوی

تهران کې د افغان محصلینو اعتراضیه غونډه: د هزاره ګانو نسل وژنه بنده کړئ

اطلاعات روز: افغانستان کې پر هزاره ګانو د بریدونو د دریدو لپاره د اعتراضونو په دوام دا ځل افغان محصلینو د ایران په پلازمېنه تهران کې یوه اعتراضیه غونډه وکړه.

دا غونډه تېره ورځ (سې‌شنبه، ۳ د لړم) د تهران په اهلبیت پوهنتون کې جوړه شوې وه.

يو تن محصل اطلاعات روز ته وويل، چې د دې غونډې ګډونوالو د هزاره‌ګانو «نسل وژنه» وغندله او له نړيوالې ټولنې يې وغوښتل، چې د دغه «جنايت مخه ونیسي او په رسمیت یې وپیژني.»

د کابل په لویدیځ هزراه میشتې سیمه کې پر کاج ښوونیز مرکز برید نړیوال اعتراضونه له ځان سره درلودل. په دغه برید کې شاوخوا ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شوې.

د دغو لاریونونو اصلي شعار «د هزاره‌ګانو نسل وژنه بنده کړئ» وو.

پر خواله رسنۍ ټویټر د #StopHazaraGenocide هشټک کمپاین دوام لري او دا هشټک تر دې دمه له ۱۳ میلیون څخه زیات ټویټ شوی.