انځور: ارشیف

WFP: د ډیری افغانانو په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره ژوند د زغم وړ نه دی

اطلاعات رزو: د خوړو نړیوال پروګرام یا WFP وایي، چې «افغانستان کې لا هم د ډېری افغانانو په تېره بیا د ښځو او نجونو لپاره ژوند د زغم وړ نه دی.»

دغه پروګرام نن (چهارشنبه، ۴ د لړم) په یوه ټویټ کې لیکلي چې د پانګونې د پروګرامونو (عامه پانګې جوړونې) او د معیشت د ملاتړ له لارې یې له څه باندې ۱۰ میلیونه ښځو سره مرسته کړې ده.

ویل کېږي چې د هېواد تر نیمايي ډېر وګړي له لوږې سره مخ دي او مرستو ته اړتیا لري.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په هېواد کې بې وزلي او بېکاري زیاته شوې ده.

د مرستندویه بنسټونو په وینا، د افغانستان ۹۷ سلنه وګړي دا مهال د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي.