انځور: استول شوی

یو هزاره سړی چې د خپلې ډاکټرې لور سره د ارزګان چنارتو ته تللی و، وژل شوی

اطلاعات روز: سرچینې وایي، یو هزاره کس چې له خپلې ډاکټرې لور سره د ارزګان ولایت چنارتو ولسوالۍ ته تللی و، د ناپیژانده کسانو له لوري وژل شوی دی.

يوې سرچينې دغه کس د علي مدد شريفي په نوم یاد کړ او ویې ویل، چې نموړی د ارزګان ولايت د خاص ارزګان ولسوالۍ اوسېدونکی و.

د سرچينې په وينا، یوه میاشت کېږي چې شریفي د خپلې لور سره د محرم په توګه د چنارتو ولسوالۍ پښتون میشتې سیمې «چاکه‌جوی» کلي ته تللی و. د دې سړي لور د یادې سیمې په کلینیک کې د ډاکټرې په توګه کار کاوه.

سرچینه زیاتوي، علي مدد شريفي د يکشنبې په ورځ (۱ د لړم) له خپلې کورنۍ سره د اړېکې نیولو په موخه یوه لوړ ځای ته پورته شوی و، خو کله چې بیرته خپل استوګنځي ته راستنیده په وسله وال برید کې په نښه او وژل شوی دی.

تر اوسه د دغه کس د وژنې انګېزه نه ده په ډاګه شوې.

ارزګان کې د طالبانو امنيتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.