زابل کې د يوې ناچاوده سرګلولې چاودنې له امله څلور تنه ژوبل شوي

اطلاعات روز: زابل کې د ولايتي روغتون مسوولين وايي، د دغه ولایت په مرکز قلات کې د یوې ناچاوده سرګلولې چاودنې له امله درې ماشومان او يوه ښځه ژوبل شوي دي.

زابل کې د طالبانو د ولایتي روغتون ډاکټر هلال پاچا وايي، دغه چاودنه تېره شپه (شنبه، ۷ د لړم) مرکز قلات ته څېرمه د کاکړانو کلی په «چينې» سيمه کې رامنځته شوې ده.

نموړی زیاتوي، په دغه چاودنه کې د يوې مور ترڅنګ د هغې درې ماشومان زخميان شوي او نور چاته زیان نه دی رسیدلی.

دهغه په وينا، د پیښې ټول ټپیان یې د زابل ولایتي روغتون ته انتقال کړي او یوه ماشومه یې د ښې درملنې په موخه د کندهار میرویس حوزوي روغتون لیږدولې ده.

هغه زياته کړه: «دغه ماشومانو يوه ناچاوده سرګلوله پيدا کړې وه، وروسته يې د ډوډۍ پخولو پرمهال تناره ته اچولې چې چاودنه يې پرې کړې، د مور ترڅنګ یې درې ماشومان ټپیان دي».

په دې وروستیو کې د هیواد په سویلي حوزه کې د تیرې جګړې پاتې شونو له امله د مرګ ژولې کچه ډیره شوې چې د تېرې جمعې په ورځ هلمند کې هم دوه ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.