انځور: ارشیف

ننګرهار یو پلار خپل زوی د چړې په ګوزار وژلی دی

اطلاعات روز: ننګرهار کې طالب چارواکي خبر ورکوي، چې هغه کس یې نیولی چې څه موده وړاندې یې خپل زوی د چړې په ګوزارونو وژلی و.

د ننګرهار لپاره د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالبصير زابلي وایي، د جلال اباد ښار د اوومې ناحيې اړوند «غوچکو» سيمه کې د الله خان په نامه يوه پلار خپل زوی هغه مهال وژلی چې زوی يې پرې ګوزار کړی و.

نوموړی وايي، په قتل تورن کس نن (دوشنبه، ۹ د لړم) د امنيتي ځواکونو له لوري د پېښې په ساحه کې نيول شوی چې اوس مهال په امنیې قومندانۍ کې تر څیړنو لاندې دی.

هغه زیاتوي، نیول شوي کس په خپل جرم اعتراف کړی او ویلي یي دي چې یاده پېښه د کورني تاوتریخوالي له امله رامنځته شوې ده.

د طالبانو راتګ سره د بې روزګاري او فقر د زیاتوالي له امله په ننګرهار او نورو ولایتونو کې دا ډول پېښې زیاتې شوي دي.