انځور: استول شوی

طالبانو کابل ښار کې د ښځو د اعتراضیه راټولیدنې مخه ونیوله

اطلاعات روز: د «افغانستان ځواکمنو ښځو» په نامه یوه ډله ښځې وایي، ټاکل شوې وه چې دوی نن (دوشنبه، ۹ د لړم) د کابل ښار شهرنو کې اعتراضیه غونډه ترسره کړي؛ خو طالبانو یې مخه نیولې ده.

دغه مېرمنې وايي، ټاکل شوې وه چې په دې راټولیدنه کې خپل علمي اسناد نندارې ته وړاندې کړي. خو د دوی په وینا طالبانو دغه راټولیدنه وپاشله او د یو شمېر ښځو اسناد یې څیري کړل.

د لاريون کوونکو له ډلې څخه يوه مېرمن وايي، چې د طالبانو د حوزې امر دوی وګواښلې، او هوډ یې درلود چې په هوایي ډزو سره د معترضو میرمنو راټولیدنه ګډه وډه کړي.

دغه معترضې مېرمن وايي، دوی اراده درلوده چې خپل غږ تر نړیوالو ورسوي. خو په ورته وخت کې دوی زیاتوي، چې نړیواله ټولنه او د ښځو د حقونو بنسټونه افغان میرمنو ته هیڅ پام نه کوي.

اعتراض کوونکې مېرمنې وايي، تر هغې به مبارزه کوي، چې خپل حقونه ترلاسه کړي.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته پر ښځو او نجونو سخت بندیزونه لګولي دي.

دا ډله اوس مهال ښځو ته په دولتي ادارو کې د کار کولو اجازه نه ورکوي او له شپږم ټولګي پورته نجونو پرمخ یې ښوونځي تړلي دي.