SM

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا پر وړاندې ماته وخوړه

اطلاعات روز: د کرکټ نړیوال شل اوریز جام سیالیو پر دوام سریلانکا افغانستان ته په شپږ ویکټو ماته ورکړه. دا په نړیوال جام کې د افغان لوبډلې څلورمه لوبه وه.

د نننۍ لوبې بچه افغان لوبډلمشر محمد نبي وګټله او د توپوهنې پریکړه یې وکړه.

افغان کرکټ ملي لوبډلې په ټاکلو شلو اورونو کې د اته لوبغاړو په سوځیدو سریلانکا ته د ۱۴۵ منډو هدف وټاکه.

سیالې لوبډلې دغه هدف د څلورو ویکټو په ورکولو سره د ۱۹ اور په دریم توپ پوره کړ او لوبه یې خپل په نوم کړه.

استرالیا کې د کرکټ نړیوال شل اوریز جام روانو سیالیو په ترڅ کې دا د افغانستان دویمه لوبه ده چې بایلي یې لومړۍ هغه یې انګلستان ته بایللې او د نیوزلینډ او ایرلینډ پر وړاندې لوبې یې د باران له کبله لغوه اعلان شوې.

د کرکټ نړیوال جام کې ټولې لوبیدونکې لوبډلې په دوو ګروپونو ویشل شوي چې افغانستان په الف ګروپ کې د استرالیا، نیوزلینډ، انګلستان، سریلانکا او ایرلینډ سره دی.

یاده دې وي چې افغانستان خپله وروستۍ لوبه راتلونکې جمعې ورځ د کوربه استرالیا سره ترسره کوي.