اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي وايي، هغه کسان چې په بهر کې سیاسي ایتلافونه او تنظیمونه جوړوي، د غلامۍ طوق غاړې ته اچوي.
نوموړي دغه څرګندونې نن (سېشنبه، ۱۰ د لړم) په کابل کې د طالبانو د استخباراتي ځواکونو د نوي یونیفورم د پرانېستې په مراسمو کې وکړې.
متقي زیاتوي، چې د طالبانو ځواکونه په لنډه موده کې په منظمو استخباراتي، دفاعي او امنیتي ځواکونو بدل شوي دي.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر د خپلې وینا په یوه برخه کې ویلي، چې د افغانستان د ژغورنې لار د دغې ډلې د حکومت ملاتړ دی.
هغه په بهر کې د سياسي څېرو له خوا د سياسي خوځښتونو او ګوندونو د جوړولو په غبرګون کې وويل: «هغه کسان چې په بهر کې ډلې، ټپلې، ایتلافونه او تنظيمونه جوړوي، دوی د پنځو رپیو د اخیستو لپاره د غلامۍ طوق په غاړه کې اچوي. راشئ په خپل هیواد کې د امن او شرف ژوند وکړئ».
په دې وروستیو کې د پخوانۍ ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش تر مشرۍ لاندې د «افغانستان ازادي او عدالت» تر نامه لاندې د یوه ګوند د موجودیت اعلان وکړ. دغه ګوند د هېواد له اوسني بحران څخه د وتلو لپاره د اساسي حل په توګه د فدرالي نظام وړاندیز او ټینګار کوي.
تر دې وړاندې د تېر حکومت د بهرنیو چارو د وزیر حنیف اتمر په مشرۍ د «سولې او عدالت ملي خوځښت» غورځنګ رامنځته شوی و.
نورو تښتیدلو سیاسي څېرو هم شوراګانې او سیاسي خوځښتونه جوړ کړي دي.