نامعلومو وسله والو جلال اباد ښار کې یو خبریال وهلی ډبولی دی

اطلاعات روز: د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې ناپیژانده وسله والو یو ځایي خبریال نیاز محمد خاکسار وهلی ډبولی چې یوه سترګه یې د خطر سره مخ ده.

خاکسار وایي، تیره ورځ (دوشنبه، ۹ د لړم) ماښام مهال کورته روان و، چې  درې وسله وال کسانو ورسره لومړی لفظي شخړه کړې او بیا یې په وهلو ډبولو سره ټپي کړی دی.

نوموړی وایي، په یاده پېښه کې دی ټپي شوی خو وسله وال له سیمې په تېښته بریالي شوي دي.

خاکسار وویل:«تیرماښام کور ته روان وم، چې یو سپین رنګه ټوډي موټر راغی او درې وسله وال ترې راښکته شول او ما ته یې وویل، چې ته خبریال یې ما ورته وویل هو! په همدې سره یې راباندې ګوزارونه وکړل او زما سترګه یې ټپي کړه، بیا خلک روغتون وړی وم.»

د ننګرهار لپاره د طالبانو امنیې قومندانۍ هم یاده پېښه تایید کړې او په اړه یې د پلټنو خبر ورکړی دی.

 نیازمحمد خاکسار د ننګرهار اوسېدونکی او له ژورنالېزم پوهنځي فارغ شوی و، نوموړي څو کاله ننګرهار کې د انعکاس تلویزیون سره د خبریال په توګه دنده ترسره کړې ده.

د طالبانو د حکومت په راتګ سره نه یوازې پر خبریالانو دا ډول بریدونه زیات شوي بلکې اطلاعاتو ته نه لاسرسی، د رسنیو محدودیدل او ګڼ نور ګواښونه هغه لاملونه دي چې خبریالان یې اندیښمن کړي دي.