انځور: ارشیف

ګوتریش: روان کال په نړۍ کې تر ۷۰ ډېر خبریالان وژل شوي دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وايي، روان میلادي کال کې تر ۷۰ ډېر خبریالان د خپل کار له کبله وژل شوي دي.

نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۱ د لړم) د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوو جرمونو د معافیت د پای ته رسېدو په مناسبت په یوه ټوېټ کې لیکلي چې د خبریالانو د وژنو ډېرې پېښې نه دي څېړل شوي.

ګوټریش لیکلي: «موږ باید د معافیت موجوده کلتور پای ته ورسوو او ژورنالیستان خپلو اساسي کارونو ته متوجې کړو.»

افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي.

د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا په هدفي وژنو کې په نښه کیدل.

که څه هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنو پېښې کمې شوې دي؛ خو طالبانو پر خبریالانو او رسنیو پراخ بندیزونه لګولي دي.دغې ډلې څو ځلي خبریالان نیولي او ګواښلي دي.

د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې کابو نیمايي رسنۍ تړل شوي او ډېری خبریالان له هېواده وتلي او یا یې هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.