ننګرهار کې د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله ۴۵ صنعتي فابریکې تړل شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې سوداګر شکایت کوي چې په دغه ولایت کې ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله یې سوداګريزې چارې ټکنۍ شوې دي.

سوداګرو دغه څرګندونې دغه ولایت کې ته د طالبانو د ریاست الوزرا داقتصادي شورامشاور سره په کتنه کې کړي دي.

د دغه ولایت د صنعت او معدن خونې رییس حاجي تورملنګ وایي، د ګمرکي تعرفو د لوړوالي له امله په دغه ولایت کې د شوکاڼي سوداګري په ټپه دریدلې او له همدې امله ۴۵ صنعتي فابریکې هم تړل شوي او زرګونه کسان بې روزګاره شوي دي.

نوموړی د طالبانو له حکومت د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د تعرفو پر کموالي ټینګار کوي او هیله مند دی که پر سوداګریزو توکو تعرفې راکمې شي نو تر ډیره به ورسره سوداګري ښه شي.

تورملنګ زیاتوي:« په ننګرهار کې د سودګرو زیاتې ستونزې د تعرفو په برخه کې دي ځکه تعرفې یې لوړې دي او له همدې امله شاوخوا ۴۵ د شوکاڼې فابریکې بندې شوي او زرګونه خلکو ته چې په یادو فابریکو کې د کار زمینه برابره شوې وه اوس بې روزګاره شوي دي له حکومت د یادې ستونزې دحل غوښتنه کوو څو سوداګرو ته لازمې اسانتیاوې برابري کړي.»

ننګرهار کې د چرګانو د پلور او د صنعت د اتحادې ویاند محمد ولي هم د تعرفو لوړوالی، د تورخم له لارې د سوداګریزو توکو د انتقال په برخه کې ستونزې او له پاکستان څخه د چرګانو واردیدل هغه لاملونه یادوي چې له امله یې دوی له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

نوموړی وایي، که د طالبانو حکومت یې ستونزو ته دحل لار پیدا نه کړي اندیښنه لري، چې په دغه ولایت کې به سوداګري په ټپه ودریږي.

محمد ولي زیاتوي:«اوسمهال په ننګرهار کې د چرګانو د دانې ګڼ شمیر تولیدي فابریکې فعالیت کوي او دا تولید شوي چرګان او دانه یې تاجکستان، ازبکستان او نورو هیوادونو ته صادریږي، خو زمونږ لویه ستونزه دا ده چې له پاکستان څخه چرګان هیواد ته واردیږي چې له امله زمونږ کاروبار خراب شوی.» 

سوداګر همداراز دماليي د ورکړې په نوم دهغه دوسیو له مرکزه  دبیرته رالیږدولو غوښتنه هم کوي، کوم چې په جمهوري نظام کې دفساد په شک کې  مرکز ته لیږدول شوي.

په ننګرهار کې د سوداګرۍ خونې رییس ګمراد عرب وایي، د یادو دوسیو غوښتنه یې په څو ځلي د طالبانو له حکومت کړې خو تراوسه یې د حل په برخه کې هیڅ نه دي شوي.

ګلمراد زیاتوي:«هغه دوسیې چې په تیر حکومت کې د تصفیې حساب لپاره کابل ته انتقال شوي شمیر یې ۲۹۰ ته رسیږي، مونږ غوښتنه کوو چې دغه دوسیې دلته په ننګرهار کې وڅیړل شي ځکه دلته مستوفیت او نورې اړونده ادارې شته دي؛په څو ځلي مو دا غوښتنه کړې چې باید یادې دوسیې ننګرهار ته انتقال شي خو تراوسه هیڅ نه دي شوي غوښتنه کوو چې باید ننګرهار ته راولیږدول شي.»

له سوداګرو سره په لیدنه کې د طالبانو د ریاست الوزرا د اقتصادي شورا مشاور مولوي محمد ابراهیم حکمت دوی ته د یادو ستونزو د حل ډاډ ورکړ او ټينګار کوي، چې د امکان ترحده به یې ټولو ستونزو ته رسیده ګي وکړي.

حکمت زیاتوي:«مونږ څلور کسیزه هیئت د ریاست الوزرا د اقتصادي شورا له لوري ننګرهار ته د سوداګرو د ستونزو د اوریدو او د حل په برخه کې راغلي یو، دلته مو د سوداګرو ستونزې واوریدې او هڅه کې یو چې ستونزو ته یې دحل لار پیدا کړو او ځینې حل دي او پاتې نورې به یې له خپلو مشرانو سره شریکې کړو او د امکان تر حده به ورته د حل لار پیدا کړو.»

د طالبانو مشر د یو فرمان په صادرلو سره په مرکز کې یوه اقتصادي شورا جوړه کړې، څو په ولایتونو کې د سوداګرو ستونزې له نیږدې واوري او ورته دحل لار پیدا کړي. خو دا لومړی ځل دی چې د یادې شورا غړي ننګرهار ته سفر کوي وبه لیدل شي چې د سوداګرو شته ستونزو ته تر کومه دحل لار پیدا کولای شي.