انځور: ارشیف

د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي ۲۰۰ پیښو ثبت؛ یوناما: افغان رسنۍ د خطر سره مخ دي

اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر یا یوناما وايي، د طالبانو له واکمنۍ وروسته یې د خبریالانو پر وړاندې د تاوتریخوالي او د هغوی له بشري حقونو څخه د سرغړونې ۲۰۰ پیښې ثبت کړي دي.

یوناما د خبریالانو پر وړاندې تاوتریخوالی بې مخینې بللی او ویلي یې دي چې په دې پیښو کې خپلسري نیول، ناوړه چلند، ګواښونه او ډارول شامل دي.

دغه دفتر نن (چهارشنبه، ۱۱ د لړم) د خبریالانو پر وړاندې د ترسره شوو جرمونو د مجازاتو معافیت د پای ته رسېدو په مناسبت ویلي، چې په افغانستان کې رسنۍ له ګواښ سره مخ دي.

یوناما لیکلي: «راځئ چې ټول د خبریالانو په ساتنه او د دوی پر وړاندې د ترسره شوو جرمونو د مجازاتو معافیت  پای ته رسولو کې مرسته وکړو.»

ورته مهال بیا د ملګرو ملتونو سرمنشي انټونیو ګوتریش وايي، روان میلادي کال کې تر ۷۰ ډېر خبریالان د خپل کار له کبله وژل شوي دي. دهغه په وینا، چې د ډیری خبریالانو د وژنو ډېرې پېښې نه دي څېړل شوي.

افغانستان د خبریالانو لپاره یو له ناامنو هیوادونو څخه شمیرل کیږي. د طالبانو تر واکمنۍ وړاندې خبریالان د نامعلومو ډلو له خوا په هدفي وژنو کې په نښه کیدل.

که څه هم د طالبانو له واکمنۍ وروسته د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنو پېښې کمې شوي؛ خو خبریالان د طالبانو له پراخو بندیزونو او ګواښونو سره مخ دي.

په روان کال او په تیره بیا د طالبانو له واکمنۍ وروسته په افغانستان کې کابو نیمايي رسنۍ تړل شوي او ډېری خبریالان له هېواده وتلي او یا یې هم خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.