کندهار کې د ډله ییز قبر موندلو ادعا؛ طالبان یې پړه د تېر حکومت پر ځواکونو اچوي

اطلاعات روز: د کندهار دامان ولسوالۍ کې د طالبانو ځايې چارواکي ادعا کوي چې دغلته یې د هغو پنځو تنو ډله ییز قبر موندلی چې د تېر حکومت پر مهال د کندهار امنیې قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزي په امر وژل شوي او تر خاورو لاندې شوي.

کندهار کې د طالبانو ولايتي چارواکي وایي، د دامان ولسوالۍ عليزو او بشر سيمو ته څېرمه يې د هغو پنځو تنو جسدونه موندلي چې څو کاله وړاندې د تېر حکومت پر مهال د کندهار امنيې قومندان جنرال عبدالرازق اڅکزي په امر په مرموز ډول وژل شوي دي.

خو د جنرال عبدالرازق ورور تادين خان اڅکزی د طالبانو يادې ادعاوې بې اساسه ګڼې او په خپله ادعا کوي چې دا او په سپین بولدک کې ډله ییز قبرونه د هغو اڅکزو ځوانانو دي چې طالبانو د سپین بولدک د نیولو په لومړۍ اونۍ کې وژلي او ۱۲۰۰ لا هم نادرکه دي.

هغه اطلاعات روز سره په خبرو کې د بشري حقونو د څار له نړیوال سازمان غوښتنه کوي ترڅو کندهار کې د پخواني حکومت د ورک شويو امنيتي ځواکونو په تړوا پلټنې ترسره کړي.

هغه زیاته کړه:«موږ [د جنرال رازق کورنۍ] د بشري حقونو له نړیوال سازمان څخه غوښتنه کوو چې د یوه کال په موده کې په کندهار کې د طالبانو له خوا د ملکي وګړو او عسکرو د ډله ییزې وژنې او سرونو پرې کولو ټول اړخونه وڅېړي.»

په همدې حال کې د دې سېمو اوسېدونکي بیا وایي، په خپلو ځمکو کې په کار باندې لګيا وو چې ياد هډوکي يې ليدلي او د طالبانو ولايتي چارواکو ته يې خبر ورکړی.

دوی زياتوي، په دې اړه کره معلومات نه لري چي ياد کسان ولې او د چا له خوا په قتل رسېدلي.

د يادونې وړ ده چې تر دې وړاندې د کندهار سپين بولدک ولسوالۍ کې هم ډله‌ييز قبرونه موندل شوي وو، هغه مهال د بشري حقونو د څار کمېسیون د اسیا څانګې مرستیالې پټریشا ګوسمن پر خپل ټویټر پاڼه لیکلي و چې یاد ډله ییز قبرونه باید په خوندي توګه وساتل شي او د ځانګړو متخصصینو لخوا دې وڅېړل شي.

دا په داسې حال کې دي چې د نړیوالو بنسټونو او شواهدو له مخې په افغانستان کې د تېرو څو لسیزو جګړو پر مهال د بېلابېلا وسله والو ډلو او حکومتونو لخوا ګڼ شمیر کسان له محاکمې پرته په ډله ییز ډول وژل شوي دي.