اطلاعات روز: خوست ولايت کې د طالبانو د اطلاعات او کلتور ريس شبير احمد عثماني وایي، چې يوه پنځه کلنه لمسۍ يې په مرموز ډول وژل شوې ده.
عثماني نن (پنجشنبه، ۱۲ د لړم) رسنیو ته ویلي، چې لمسۍ یې څو ورځې وړاندې له خپل کوره نادرکه او تېره شپه يې جسد د مرکز اړوند «وزيانو» سيمه کې وموندل شو.
نوموړي په دې اړه څه نه دي ويلي چې ايا دوی له کوم چا سره شخصي دوښمني هم لري او کنه خو په دې وروستيو کې د طالبانو د کورنيو غړي د خپل ځان امنيت ساتنې په اړه اندېښمن دي او په ځينو سيمو کې يې په نظامي کسانو چريکي بريدونه هم شوي دي.