انځور: ارشیف

د کانکور غوره زده کوونکي؛ د کاج په برید کې ټپي شوې نجلۍ ۳۱۳ نمرې ترلاسه کړې

اطلاعات روز: فاطمه چې د کابل په لوېدیځ کې د کاج ښوونیز مرکز په خونړي برید کې یې یوه سترګه له لاسه ورکړې ده، په سږني کانکور ازموینه کې یې ۳۱۳ نمرې ترلاسه کړي او د کابل پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالۍ شوې ده

فاطمه د تلې میاشت په ۸مه جمعې ورځ هغه مهال په یوه خونړي برید کې ټپي شوه چې له خپلو ټولګیوالو سره یوځای یې د کاج ښوونیز مرکز په داخل کې د کانکور ازمایښتي ازموینه ورکوله. په دغه برید کې نږدې ۶۰ زده کوونکي، چې ډېری یې نجونې وې، ووژل شوې.

نموړې د کابل د رابعه بلخي له لېسې فارغ شوې ده. فاطمه وايي، هوډ یې درلود چې د سږني کال د کانکور ازموينې لسو غوره زده کوونکو په ډله کې راشي، او د لوړو نمرو ویاړ لرلو سره معالجوي طب ولولي.

د فاطمې تر څنګ د کاج یوه بله ټپي طاهره چې اوس هم تر درملنې لاندې ده، د ۲۹۳ نمرو په ترلاسه کولو سره د البیروني پوهنتون طب پوهنځي ته بریالۍ شوې ده.

محمد ضیاء د نوروز زوی چې د سږني کانکور ازموینه کې یې ۳۵۳.۹۳ نمرې اخیستې او څلورم مقام یې خپل کړی هم د کاج ښوونیز مرکز یو له زده کوونکو څخه دی. هغه وايي چې د کاج پر ښوونیز مرکز د بريد په مهال دغه مرکز کې و. هغه د کابل پوهنتون طب پوهنځي ته لار موندلې ده.

د کاج ښوونیز مرکز یوه ښوونکي نجيب الله نجيب اطلاعات روز ته وويل، چې د کانکور لس غوره زده کوونکو کې اتم نمره او لسم نمره هم د کاج زده کوونکو څخه دي.

د سږني کانکور پایلې چې نن (شنبه، ۱۴ د لړم) اعلان شوې، سلیمان، د غلام جیلاني زوی، د هرات د سلطان غیاث الدین غوري عالي لیسې څخه د سږکال کانکور ازموینې عمومي اول نمره شوی دی. هغه د ٣٥٥.٤٢ نمرو په ترلاسه کولو سره د هرات پوهنتون معالجوي طب پوهنځي ته لار پیدا کړه.

د ازموينې ملي ادارې د اعلان له مخې، د سږني کانکور ازموینې لس غوره بریالي کسان ټول هلکان دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د طالبانو له واکمنۍ وړاندې په تېرو دوو کلونو کې په پرلپسې ډول نجونوې د کانکور عمومې اول نمره اعلان شوې وي.

طالبانو د واک تر لاسه کولو وروسته د نجونو پرمخ د شپږم ټولګي پورته ښوونځي تړلي دي.

دې ډلې د سږکال کانکور ازموینه کې د نجونو لپاره د پوهنځیو په ټاکلو کې محدودیتوننه لګولي وو.

د تېرو کلونو په پرتله سږکال د ګډون والو شمیر د پام وړ کم شوی وو.