انځور: اطلاعات روز

بېکارۍ ارزګان کې د ځوانانو ژوند تریخ کړی دی

اطلاعات روز: وروسته له هغه چې جمهوري نظام سقوط وکړ او په افغانستان کې طالبان واک ته ورسيدل، په زرګونه افغانان په ځانګړي توګه لوستي ځوانان بې دندو شول چې دغې چارې د خلکو پر اقتصادي او رواني حالت ناوړه اغيزه کړې ده.

ارزګان کې هغه ځوانان چې لوستي دي او دامهال بې دندو ګرځي وايي، چې د کار نشتوالي له امله د ذهني شکنجې او اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي .

د دغه کسانو له ډلې څخه يو هم محمد رضوان دی چې له ښوونځي څخه دوه کاله وړاندې فارغ شوی او دامهال بې روزګاره دی.

محمد رضوان وايي، له دې وړاندې یې په يوه خصوصي ښوونيز مرکز کې د ښوونکي دنده درلوده او ۸۰۰۰ افغانۍ معاش یې اخیسته خو کله چې طالبان واک ته رسیدلي نو ياد خصوصي ښوونيز مرکز د اقتصادي ستونزو له امله له دندې لېرې کړی دی .

نوموړی زیاتوي، له هغه وخت راهیسې چې بې دندې شوی، ټوله ورځ د بې روزګارۍ له امله د ټولنيزو شبکو د کارولو ترڅنګ انټرنېټي ګېمونه کوي.

د هغه په خبره، روان وضعیت له ذهني او اقتصادي پلوه زيانمن کړی دی.

نوموړي زياته کړه:«پخوا زه دلته په يوه خصوصي ښوونيز مرکز کې استاد وم ۸۰۰۰ افغانۍ معاش يې راکوه خو کله چې مې دنده ختمه شوې له هغې ورځې څخه ټوله ورځ په ګيمونو او پالتو کارونو بوخت يم ځکه هيڅ کار روزګار نشته چې سړی يې وکړي.»

۱۷ کلن نوید الله چې د لسم ټولګي زدکونکی دی وایي، د ټولنیزو شبکو  ډیر کارونه ورته د یو عادت په څېر ګرځیدلی، او کله کله چي انټرنیټ نه وي نو د شپي له خوا ورته خوب نه ورځي.

هغه وايي، يوازې د انټرنېټ میاشتنی لګښت یې ۱۸۰۰ افغانۍ دی او پرته له انترنېټ او ګيم کولو څخه ورباندې هيڅ وخت نه تيريږي.

نوید الله وايي: « دغه ټولنيزو شبکو سره بوختیا مې عادت ګرځیدلی، ګېمونه پرېښودل هم راته سخت دي. زه خپله په ګيمونو او نورو ټولنيزو شبکو باندې تر ۲۵ جي بي انټرنېټ مصرف کوم دا کار د بې روزکارۍ له امله کيږي.»

د ارزګان يو شمير نور ځوانان هم له ورته ستونزې شکايت کوي او زیاتوي، چې په افغانستان کې د بیروزګارۍ له امله دا مهال لوستي ځوانان له زياتو ستونزو سره مخ دي.

ارزګان کې بې روزګارۍ ځوانان دیته اړ کړي چې ټول وخت په ټولنیزو شبکو او انټرنیټي ګیمونو تېر کړي. انځور: اطلاعات روز

د مرکز ترينکوټ دوه اوسيدونکي صفي الله او صديق الله وايي چې هیواد کي دکاري بوختیا نشتون، ځوانان اړ کړي چې خپل ډیر وخت د ټولنیزو شبکو په کارولو تېر کړي.

هغوی وويل: «بې روزګارۍ اوج ته رسيدلې کله چې ځوانان بیکاره شي هغوی اړ کيږي چې داسې يوه کار ته مخه کړي چې د دوی راتلونکي ته زیان رسوي.

حکومت ته په کار ده چې د بې روزګارۍ د مخنيوي لپاره کار وکړي کله چې ځوانان په داسې کړنو بوخت وي چې ټولنې ته په زيان وي په راتلونکي کې بیا تردې هم ناوړې پايلې لري.»

په ټولنیزو شبکو کې زیاته بوختیا او د انټرنیټي ګیمونو کول نه یوازې ځوانان د مالي ستونزو سره مخ کوی بلکې په رواني او روغتیایي حالت یې هم منفي اغیزه کوي

ارزګان ولايت کې د رواني ناروغيو يو تن ډاکټر او متخصص نورالدين نورزاد وايي، چې هغه ځوانان چې زدکړې کوي د ټولنیزو شبکو کارول او زیات وخت د مبایل استعمال یې د زدکړو پر بهیر ناوړه اغیزه کوي.

هغه وایي، د مبايل زيات استعال له امله شعاګانې د انسانانو پر ذهن، سترګو او غوږونو ناوړه اغيزې کوي او روغتيا ته یې زیان رسوي .

نوموړي زياته کړه: «کله چې دوی زيات مبایل ته ګوري دغه شعاګانې يې پر زړه، سترګو، غوږونو او عصبي  رشتو تاثیر کوي او روغتیا ته یې زیان رسوي.»

دغه راز د پوهنتون یو استاد هم په ورته نظر دی، دی د مبایل زیات کارول خطرناکه ګړنه یادوي.

د ارزګان ولايت د لوړو زده کړو يو تن استاد عزیزالله منظور وايي، ډير هغه کسان چې مبايلونه او ټولنيزې شبکي کاروي د زده کړو بهیر يې له ستونزو سره مخ کيږي او په سمه ټوګه زده کړې نه شي ترسره کولای .

هغه يې په اړه وايي: «سوشیل ميډيا ځوانان له کاره باسي، ځکه دوی خپل ټول وخت سوشیل ميډيا ته ورکړی وي او په سمه ټوګه دوی خپلو زده کړو ته پام نه کوي.»

د ارزګان عام خلک وایي، ځوانانو ته باید د کار زمینه برابره شي ترڅو ناوړه کړنو ته لاس وانچوي. انځور: اطلاعات روز

په ورته وخت کې د طالبانو مسوولين بیا وايي، چې دوی لوستو ځوانانو ته د کاري فرصتونو په برابرولو بوخت دي.

د ارزګان د ولايت مقام لپاره د طالبانو ريیس د دفتر مولوي هارون وايي، چې تراوسه يې زيات شمير لوستي ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړې او په راتلونکي کې به هم دغې برخې ته خاصه پاملرنه وکړي.

نوموړي زياته کړه: «دغه اوس موږ په بیلابیلو ادارو کې لوستو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړې ده. افغانستان د ټولو افغانانو شريک کور دی په راتلونکي کې هم موږ په دې برخه کې کار کوو چې ډېرو ځوانانو ته د کار زمينه برابره کړو او هغه ځوانانو ته ځانګړې پاملرنه وکړو چې لوستي وي.»

دا په داسې حال کې ده چې د طالبانو حکومت په هيواد کې د «پابجي ګېم» او «ټېک ټاک» د بندولو پرېکړه کړې وه .

د طالبانو سرپرست حکومت مسوولینو د مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژۍ وزارت ته امر کړی و، چې د پابجي ګېم او ټېک ټاک په نوم اپلیکېشن چې د ځوان نسل د بې لارۍ سبب ګرځي بند کړي.

خو د ټېکنالوژی د برخې کارپوهان په دې اند دي چې د افغانستان مخابراتو او معلوماتي ټېکنالوژی وزارت دا وړتیا نه لري چې په مکمل ډول پابجي ګېم او ټېک ټاک وتړي .