د ارزګان خلک: د ژمي لپاره د سون توکو د پیرلو وس نه لرو

اطلاعات روز: ارزګان چې د هیواد په سویل کې پروت ولایت دی، د تېرو جګړو او بې روزګارۍ له امله یې خلک له سخت فقر او غربت سره مخ دي. دوی وایي، د راروان ژمي لپاره د سون توکو او ګرمو لباسونو د پیرولو هیڅ وس نه لري.

د دوی په خبره، له يوې خوا بې کارۍ او له بله پلوه د خوراکي او سون توکو د بیو لوړوالي د دوی ژوند له ګواښ سره مخ کړی او نه پوهیږي چې د ژمي په سړو کې خپل ځان او کورنۍ څه ډول وساتي.

په اړه يې د ارزګان یوه اوسيدونکي محمدشريف وویل: «په ژمي کې خو ولاکه شی هم وي دا خو بايد دغه حکومت يو پاملرنه وکړي د دغو خلکو غم وخوري هرڅه په لوړ قيمت دي ټول خلک سخت په تنګ شوي دي، د ګازو او لرګیو قیمتونه نور هم لوړ شوی خلک یې د اخیستو وس نه لري.»

د عبدالله په نوم د ارزګان یو بل اوسیدونکی بیا زیاتوي: «نه لرګي شته او نه هم ګاز موږ په کور کې دولس تنه يو د ژمي رارسيدو ته مو سخته انديښنه ده موږ که شی برابر کړو او که یې برابر نه کړو خو ژمی راباندې راځي.»

ارزګان کې د مایع ګازو د پلور یو دوکان.

بلخوا د سون توکو او ژمنيو لباسونو پلورنکي وایي، چې سږکال دنورو کلونو په پرتله د دغو توکو قيمتونه څو چنده لوړ شوي دي.

په ارزګان ولايت کې د سون توکو پلورونکي وايي، چې تيرکال ۴،۵ کيلو لرګي په ۳۰ افغانۍ وو خو سږکال د لرګیو قيمتونه ۱۰۰ افغانۍ ته لوړ شوي دي.

د دوی په خبره، چې د قيمتونو په لوړيدو سره د دوی د مشتريانو شمير هم کم شوی او ډير لږ کسان د سون توکو اخيستلو لپاره دوی ته مراجعه کوي.

د سون توکو یو تن پلورنکی صداقت وایي: «ما يو من په ۱۱۰ افغانۍ واخيستل اوس يې زه په ۱۵۰ افغانیو ورکوم دا چې زه په ۱۵۰ افغانۍ هم ورکړم شی نه راپاتې کيږي پرون مې لس منه پلورلي دي نن مې تراوسه پورې ۲۰ منه پلورلي نور زه هم دلته ورته ناست يم باید په ژمې کې د دغو مسلمانانو سره مرستې وشي د خلکو حالات بيخي خراب دی.»

په همدې حال کې د ارزګان لپاره د طالبانو والي مولوي علي جان احمد بیا وایي، په دغه ولايت کې ۳۳ غيرې دولتي موسېسات کار کوي او په خبره يې چې دوی د خلکو يادې ستونزې له موسېساتو سره شريکې کړي ترڅو د ژمنيو توکو مرستې له اړمنو خلکو سره ترسره کړي.

نوموړي وويل: «موږ وخت په وخت د موسېساتو سره خبرې کوو چې د خلکو اړتياوې پوره کړي موږ موسېساتو ته دنده سپارلې چې ژمی راځي باید د خلکو هغو ضرورتونو ته پام وشي چې ورته پیښږي په راتلونکي کې به هم موږ يو ځل بیا د موسېساتو سره پر دغه موضوع خبرې وکړو چې زموږ څه وس رسيږي خپله به هم د دغو کسانو سره مرستې کوو او دموسېساتو څخه به هم په دغه برخه کې د مرستې غوښتنه کوو.»

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق یا UNFPA خبرداری ورکوي چې ۷۹ په سلو کې افغانان په راتلونکې ژمي کې د کورونو د ګرمولو لپاره سون‌ توکي نه ‌لري.

د دوی لخوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې، راتلونکی ژمی به ډېر سوړ وي او په داسې یو حالت کې به په افغانستان کې بشري وضعیت لا پسې سخت شي.